Language

پر اله ساى په تازه بريدونو کې نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

محمودراقي (پژواک، ١٧ تله ٩٤): امنيتي مسوولين وايي چې نن له سهاره راهيسې د کاپيسا د اله ساى پر ولسوالۍ او په سيمه کې د ملي اردو پر ځينو پوستو وسله والو يو ځل بيا بريدونه پيل کړي چې د امنيتي ځواکونو په متقابلو بريدونو کې نهو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره ورځ هم وسله والو طالبانو پر دې ولسوالۍ او ځينو پوستو بريدونه کړي وو، خو امنيتي چارواکو ويلي چې وسله وال يې پر شا تمبولي او ګڼه مرګ ژوبله يې ور اړولې ده.

په اله ساى د ملي امنيت يوې سرچينې د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې اوس هم جګړه روانه ده او وسله وال مخالفين د ماتې په حالت کې دي.

سرچينې زياته کړه چې د نن ورځې په جګړه کې تر اوسه د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان ملا رفيع الله په ګډون ٤ وسله وال وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د سرچينې په وينا، په دغو بريدونو کې مخالفين له درنو او سپکو وسلو کار اخلي چې له امله يې د اله ساى په داوندخېلو او جعفرخېلو سيمو کې دوه ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

دغه راز د کاپيسا امنيه قومانداني هم دغه بريدونه تاييدوي او وايي چې طالبانو ماتې خوړلې او ګڼه مرګ ژوبله ور اوښتې ده.

د يادې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو ته په دغو بريدونو کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د سيمې يوه قومي سپين ږيري پژواک ته وويل چې د ولسوالۍ په بازار کې د مرمۍ لګېدو له امله د يوه هوټل په ګډون لس دوکانونه سوځېدلي دي.

هغه زياته کړه چې د جګړې له امله د وتو ټولې لارې تړل شوې او دوى نه شي کولاى د جګړې ټپيان تر روغتونونو ورسوي.

خو امنيتي چارواکي وايي چې يادې ولسوالۍ ته له مرکزه تازه دمي ځواکونه رسېدلي او ډېر ژر به حالت په خپل کنټرول کې واخلي.

هغوى زياتوي چې طالبان نن شپه هم پر اله ساى د بريد پلان لري او دوى مخکې له مخکې ورته تدابير ټينګ کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.