ژبه

په لغمان کې ٣٦ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ١٨ تله ٩٤): چارواکي وايي چې د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې د دوو ورځنيو عملياتو په لړ کې ٣٦ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ختيځ کې د۲۰۱ سېلاب قول اردو له خوا د تلې په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د قول ارو د لومړۍ پلې لوا ځواکونو له تېرو دوو ورځو راهيسې د ملي پوليسو او  ملي امنيت په همکارۍ په الينګار ولسوالۍ کې عمليات ترسره کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې د دغو عملياتو پر مهال د الينګار ولسوالۍ د پړاوي په سيمه کې له وسله والو مخالفينو سره نښته رامنځته شوه چې د نښتې او توپچي بريدونو په پايله کې ١٤ وسله وال وژل شوي او ٢٢ نور ژوبل شوي دي.

سېلاب قول اردو ويلي چې په دې نښته کې دولتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په سيمه کې چاڼيز عمليات ادامه لري.

د الينګار ولسوال قاضي حبيب الرحمن هم پژواک ته ياد عمليات تاييد کړل او ويې ويل چې په دې عملياتو کې تر ٣٠ زياتو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي چې ډېرى سيمې له وسلوالو پاکې شوې دي.

د الينګار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي سيدکريم پژواک اژانس ته وويل چې پرون هلته درنه جګړه شوې ده، خود مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

ورته موضوع