ژبه

سيال: پر کلات ښار د طالبانو د بريد اوازې تبليغات دي

کلات (پژواک، ١٨ تله ٩٤): د زابل ولايت چارواکي هغه اوازې رد کړې چې ګواکې وسله وال طالبان د ولايت پر مرکز د بريد پلان لري او زياتوي چې دوى د هر ډول بريد د دفاع لپاره بشپړ چمتووالى لري.

د دغه ولايت د والي وياند ګل اسلام سيال د تلې په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو ورځو راهيسې په کلات ښار کې غلطې اوازې خپرې شوې چې له امله يې خلک اندېښمن شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې ځينو کسانو داسې ګنګوسې خپرې کړې چې د کلات ښار به د وسله والو طالبانو له خوا ونيول شي، له همدې امله يو شمېر دولتي چارواکو خپلې کورنۍ ايستلې دي.

د هغه په وينا، دا اوازې غلطې دي او وسله وال مخالفين د دې توان نه لري چې د زابل امنيت ګډوډ کړي.

سيال وويل، هغه کسان دا خبرې کوي چې د وسله والو طالبانو لپاره تبليغاتي جګړه کوي.

د والي وياند وايي چې د زابل په يو شمېر ولسواليو کې وسله وال طالبان فعاليت لري خو امنيتي ځواکونه يې پر وړاندي بشپړ چمتووالى لري او اجازه به ورنه کړي چې د خلکو ژوند وګواښي.
نوموړي زياته کړه چې خلک دې په عادي ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي او له خپرو شوو اوازو دې اندېښنه نه کوي.

د کلات ښار يوه اوسېدونکي سيداکبر پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په ښاريانو کې دا وېره پيدا شوې وه چې ګواکې طالبان پر ښار بريدونه پيلوي.

خو نوموړي له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې خلکو ته يې پر وخت ډاډ ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې يو شمېر قومي مشرانو هم د افغان امنيتي ځواکونو په ملاتړ د غونډې پر مهال له کلات ښار څخه د ساتنې په لار کې د امنيتي ځواکونو سره د مرستې ژمنه وکړه.

د يو بل خبر له مخې، د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د تصفيوي عملياتو پر مهال د دولت يو شمېر وسله وال مخلفين مړه او ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت د شاه جوى ولسوال وزيرمحمد جوادي پژواک ته وويل چې دغه عمليات د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوي.

نوموړي زياته کړه چې په عملياتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او درى نور زخميان دي.

login or register a new account.