کابل ( پژواک، ۲۱ تله ۹۴): د ميدان وردګو د چک ولسوالۍ په لنګر کلي کې د ۱۱ کلنې نجلۍ د بدن پر ځينو برخو د الله (ج) او حضرت محمد (ص) سپېڅلي نومونه را څرګند شوي دي.
دغې نجلۍ چې مخکنى نوم يې مرسل و اوس يې خپل نوم بي بي عابدې ته بدل کړی دى.
عابدې نن د ټېليفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د متعال خداى (ج) او د اسلام د ستر پيغبر حضرت محمد (ص) نومونه يې تر نامه پورته په ټول بدن شاوخوا پنځه اوونۍ مخکې را څرګند شوي دي.
هغې چې تر اووم ټولګي زده کړې کړي، وايي چې د دې نومونو تر څرګندېدو مخکې شاوخوا يوه مياشت يې تر نامه پورته ټول بدن په ځانګړي ډول سر ډېر درد کاوه.
عابده وايي چې ډاکټر ورته د اعصابو درمل ورکړ، خو دغو درملو نور يو ډول ګنګسيت ورته پيدا کړ.
هغه وايي:" څه باندې يوه مياشت وړاندې ډېره ژړا راتله او هېڅ خوب نه راته، په يوه کوټه کې به تنها اوسېدم، لمونځ او د الله (ج) ذکر به مې کاوه؛ يوه شپه حضرت محمد (ص) په خوب راغی او راته يې وويل چې يوه اوونۍ وروسته به ستاپه وجود داسې نښې راښکاره شي چې د خلکو لپاره به پند وي."
عابدې زياته کړه، پنځه اوونۍ وړاندې د جمعې په ورځ يې غسل وکړ او تر لمانځه وروسته يې بدن ډېر دورند شو او بيا يې لومړى پر تندي او بيا تر نامه پورته پر ټول بدن د الله پاک او محمد (ص) نومونه را ښکاره شول.
عابده وايي، د دې نومونو تر راښکاره کېدو وروسته د هېڅ درد احساس نه کوي او ياد سپېڅلي نومونه يې تراوسه پر بدن په ښکاره ډول معلوميږي.
هغه وايي خپل نوم يې ځکه له مرسل څخه بي بي عابدې ته بدل کړى، چې حضرت محمد (ص) په خوب کې ورته ويلي چې نوم دې بدل کړي.
دا وايي نوى نوم يې ځکه بي بي عابده ټاکلى چې عابده عبادت کوونکې ته وايي.
د دې نجلۍ پلار شاه لالا هم وايي:" بي بي عابدې د جمعې په ورځ غسل وکړ ، په لمانځه ودرېده او د تره لور يې هم ورسره وه، تر لمانځه وروسته خولې ورباندې راغلې او په ټنډه يې درې الفونه پيدا شول او تر لږ ځنډ وروسته د الله (ج) نوم ورنه جوړ شو، تر هغه وروسته يې په ښي اړخ او زنه د الله پاک نومونه وليکل شول او په چپ اړخ يې د محمد(ص) نوم وليکل شو، په اوږو او لاسونو يې هم د الله(ج) نومونه پيدا شول، خلص تر نامه پورته يې پر ټول وجود د الله (ج) او محمد (ص) نومونه ليکل شوي دي."
دی وايي، چې تر دې مخکې يې لور ډېره موده په خپله کوټه کې يواځې اوسېده او رنګ يې سپين اوښتى و.
login or register a new account.