ژبه

د قطر سفیر د ملي ارشیف د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د مرمت او بیارغونې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه

توسط سهراب سروري

مې 22, 2026 - 11:52 am

Views: 16

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د قطر سفیر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ملي ارشیفه د لیدنې پر مهال د خطي نسخو او تاریخي اسنادو د ترمیم او مرمت برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي پرون (پنجشنبه) د دغه وزارت له ملي ارشیفه لیدنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي ارشیف رییس عبیدالله حنیف په دې لیدنه کې د ملي ارشیف د خطي نسخو د لرغونتیا په اړه د قطر سفیر ته معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي چې ملي ارشیف د تاریخي اسنادو او اثارو له پلوه ډېر بډای دی.

حنیف زیاته کړې چې د ملي ارشیف تاریخي اسناد، خطي نسخې او لرغوني اثار ترمیم او مرمت ته اړتیا لري او په دې برخه کې یې له اړوندو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

بلخوا، مردف القاشوطي د خطي نسخو او تاریخي اسنادو د ترمیم او مرمت برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د دواړو لورو ترمنځ د فرهنګي همکاریو پر دوام هم ټینګار شوی دی.