درېيم تعقيب - کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٤): له بېلا بېلو ولايتونو څخه د ترلاسه شويو لومړنيو معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله ٧٠ تنه هېوادوال مړه او تر ٣٠٢ پورې نور کسان ټپيان شوي دي.
دا زلزله نن د لړم په ٤مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا ١:٣٩ بجو وشوه، چې د هېواد پلازمېنه کابل او يو شمېر مرکزي، شمالي، ختيځ او سوېل ختيځ ولايتونه يې ولړزول.
د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ او د ريښتر په کچه يې شدت ٧،٧ درجې و.
دا زلزله چې د هېواد په تاريخ کې تر ټولو شديده وه، شاوخوا يوه دقيقه يې دوام درلود، خلک له خپلو کورونو او دفترونو څخه راووتل، ښځو او ماشومانو ژړل.
د زلزلې له امله د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې خلکو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو مسوول محمد اسماعيل کاووسي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښار مرکزي روغتونونو ته ٥٠ ټپيان راوړل شوي، خو هغه زياتوي چې کېداى شي دا ارقام لوړ شي.
هغه د يو شمېر ولايتونو د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات ورکړل، خو دې معلوماتو له هغو شمېرو سره توپير درلود، چې پژواک له ولايتي چارواکو ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي، پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له بېلابېلو سيمو څخه د مالي او ځاني زيان راپورونه راغلي، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه روغتون ته ٨ جسدونه او ٨٢ تنه ټپيان راوړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، کېداى شي په ولسواليو کې هم تلفات اوښتي وي، خو کره شمېره په واک کې نه لري.
هغه وايي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى او د خلکو سلګونه کورونه هم نړېدلي او زيات مالي زيانونه اوښتي دي.
د کونړ له پېښو سره د مبارزې د څانګې مشر غلام علي ثبات، پژواک ته وويل، د نننۍ زلزلې له امله تراوسه پورې کوم معلومات چې ورته رسېدلي، په دې ولايت کې ٢٢ تنه مړه شوي او ٦٤ نور ټپيان دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن