درېيم تعقيب - کابل (پژواک، ٤ لړم ٩٤): له بېلا بېلو ولايتونو څخه د ترلاسه شويو لومړنيو معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله ٧٠ تنه هېوادوال مړه او تر ٣٠٢ پورې نور کسان ټپيان شوي دي.
دا زلزله نن د لړم په ٤مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا ١:٣٩ بجو وشوه، چې د هېواد پلازمېنه کابل او يو شمېر مرکزي، شمالي، ختيځ او سوېل ختيځ ولايتونه يې ولړزول.
د امريکا د زلزلې سنجونې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولايت د جرم ولسوالۍ او د ريښتر په کچه يې شدت ٧،٧ درجې و.
دا زلزله چې د هېواد په تاريخ کې تر ټولو شديده وه، شاوخوا يوه دقيقه يې دوام درلود، خلک له خپلو کورونو او دفترونو څخه راووتل، ښځو او ماشومانو ژړل.
د زلزلې له امله د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې خلکو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو مسوول محمد اسماعيل کاووسي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل ښار مرکزي روغتونونو ته ٥٠ ټپيان راوړل شوي، خو هغه زياتوي چې کېداى شي دا ارقام لوړ شي.
هغه د يو شمېر ولايتونو د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات ورکړل، خو دې معلوماتو له هغو شمېرو سره توپير درلود، چې پژواک له ولايتي چارواکو ترلاسه کړي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي، پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته له بېلابېلو سيمو څخه د مالي او ځاني زيان راپورونه راغلي، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
خو د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال پژواک خبري اژانس ته وويل چې تر اوسه روغتون ته ٨ جسدونه او ٨٢ تنه ټپيان راوړل شوي دي.
د نوموړي په وينا، کېداى شي په ولسواليو کې هم تلفات اوښتي وي، خو کره شمېره په واک کې نه لري.
هغه وايي چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت ښه نه دى او د خلکو سلګونه کورونه هم نړېدلي او زيات مالي زيانونه اوښتي دي.
د کونړ له پېښو سره د مبارزې د څانګې مشر غلام علي ثبات، پژواک ته وويل، د نننۍ زلزلې له امله تراوسه پورې کوم معلومات چې ورته رسېدلي، په دې ولايت کې ٢٢ تنه مړه شوي او ٦٤ نور ټپيان دي.
ده زياته کړه، دغه راز په کونړ کې سلګونه کورونه هم ويجاړ شوي دي.
بلخوا د تخار د والي وياند سنت الله تيمور وايي، په مرکز تالقانو او فرخار, نمک اب, رستاق او يو شمېر نورو ولسوالسو کې ١٢٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
نوموړي داهم وويل چې ښايي په دغو شمېرو کې نور هم ډېروالی راشي.
هغه وايي چې د زلزلې له امله د ژوبل شويو کسانو شمېر له پنځوسو اوښتی دى.
خو د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپي پژواک ته وويل چې له ولايتي روغتون سربېره د ولسواليو روغتيايي مرکزونو ته هم ټپيان راوړل شوي دي.
نوموړی وايي چې تر اوسه په دغو مرکزونو کې ٤٦ ټپيان او ١٢ مړي ثبت شوي دي.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم پژواک ته وويل چې زلزلې د دې ولايت ډېرې برخې ولړزولې او د ولايت د مقام په ګډون ډېرى کورونه يې ويجاړ کړي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په دې ولايت کې ٥ تنه مړه او ٨ نور ژوبل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې زلزله په دې ولايت کې هم سخته وه او خلکو ته يې درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
ده زياته کړه، د دوى د وروستيو معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون څلور تنه مړه او ٩ نور ژوبل شوي دي.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب پژواک ته وويل چې زلزلې د دې ولايت ډېرې برخې لړزولي او سلګونه کورونه يې نړولي دي.
د هغه په وينا، تر اوسه له خاورو لاندې څخه ١٠ جسدونه او ٢٥ ټپيان ويستل شوي او دا لړۍ روانه ده.
اديب وويل چې ډېرى زيانونه په جرم، وردوج او يمګان ولسواليو کې اوښتي او د لومړنيو معلوماتو له مخې، نږدې ١٥٠٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
په پروان کې له پېښو سره د مبارزې د څانګې مشر امين الله حيدري وايي، چې د پروان په بګرام ولسوالۍ او د مرکز اړوند په خواجه سياران او هوفيان شريف سيمو کې د زلزلې له امله يو شمېر کورونه زيانمن شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.
دغه راز په پنجشير کې له پېښو سره د مبارزې د څانګې مشر حميدالله بخشي وويل چې د دې ولايت د مرکز اړوند په خانيز او پروول سيمو او د همدې ولايت د رخې ولسوالۍ په درخېلو سيمو کې ٢٥ کورونه نړېدلي، خو مرګ ژوبله نه لري.
د سمنګان ولايت د مرکز اړوند د تايخونک سيمې يوه اوسېدونکي چهارقل د ټېليفون پر ليکه پژواک ته وويل چې هلته يو شمېر کورونه زيانمن شوي، خو چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د دې ولايت د ولايتي روغتون د جراحي څانګې نوکريوال وايي، چې د دې ولايت له مرکز ايبک څخه پنځه تنه ټپيان چې په زلزله کې د تښتې پر مهال غورځېدلي او سرسري ټپيان شوي، دې روغتون ته وروړل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې په پروان کې يوه ښځه مړه او اوه نور کسان ټپيان شوي دي، دغه راز په پنجشېر کې ٦ تنه او په کاپيسا کې پنځه تنه ټپيان شوي دي.
په هلمند،سرپل، لوګر، نيمروز، کندهار، غور، اروزګان، هرات، فراه او بادغيس کې زلزله نه ده شوې .
د زلزلې له امله د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې د استوګنې ١٥ کورونه قسما تخريب شوي او ٧ تنه ژوبل شوي دي.
د پلخمري ښار د بمبه کلي اوسېدونکي محمد اکرم پژواک ته وويل، دغه کورونه د دوى په سيمه کې ويجاړ شوي او اوسمهال خلک زيانمن شويو کسانو ته د مرستې رسولو په حال کې دي.
ده زياته کړه، دوه ماشومان چې ژوبل شوي وو، د خلکو په واسطه د کور له خاورو څخه راووېستل شول او پنځه تنه نور د بغلان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د بغلان د عامې روغتيا رياست مطبوعاتي مسوول ډاکټر شاه محمد هوفياني وايي چې درې زده کوونکي چې د زلزلې له امله برسېرن ټپيان شوي وو، ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.
ده زياته کړه، دوه ١٠ او ١٤ کلن وروڼه د يوه کور د چت او دېوال لوېدو له امله په پلخمري ښار کې ژوبل شوي او په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دغه زلزله په کندوز، جوزجان، باميانو او دايکنډي ولايتونو کې هم شوې، خو د احتمالي تلفاتو او زيانونو په اړه يې تراوسه راپور نه دى ورکړل شوى.
له بلې خوا له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني په هېواد کې د نننۍ زلزلې له امله پر اوښتو ځان او مالي زيانونو متاثر شوى او زيانمنو شويو کورنيو ته يې تسليت ويلى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې نوموړي په همدې موخه، د څېړنې يوه کمېټه ګومارلې، ترڅو زيانمنو شويو کسانو ته په بېړنۍ توګه مرسته ورسوي.
ولسمشر دغه راز د عامې روغتيا وزارت مسوولينو ته لارښوونه کړې، چې د ژوبل شويو کسانو د درملنې په برخه کې عاجل اقدامات وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










