کلات(پژواک، ٥ لړم ٩٤): د زابل چارواکي وايي چې ناپېژاندو وسله والو د زابل له خاک افغان ولسوالۍ څخه دیوې کورنۍ ۱۴ غړي جاغوري ولسوالۍ ته تښتولي او د دغې کورنۍ یو تن غړى یې وژلى دی.
دغو چارواکو چې نن غرمه یې د زابل د ولایتي شورا په دفتر کې له پژواک اژانس سره خبرې کولې وویل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې او دولت باید ددې کسانو په راخوشې کولو کې جدي هڅې وکړي.
د زابل د ولایتي شورا ريیس حاجي عطاجان حق بیان پژواک ته وویل چې دولت باید ددې کسانو په راخوشې کولو کې جدي ګامونه پورته کړي ځکه دهغه په وینا، یوشمېر استخباراتي کړۍ هڅه کوي ترڅو دقوم، مذهب او ژبې په نوم نوې جګړه پیل کړي.
نوموړي وویل ، دوی د قومي مشرانو په وسیله هم هڅې پيل کړي چې د جاغوريو او خاک افغان د اوسېدونکو تر منځ رامنځ ته شوې ستونزه په سوله ییزه توګه هواره کړي تر څو د دولت مخالفین ورڅخه ګټه وانه خلي.
پرهمدې مهال د زابل د خاک افغان ولسوالۍ قومي مشران وايي، تروریستان هڅه کوي چې د نويو دسیسو په پلي کولو سره دافغانانو ترمنځ دنفاق بدبخته بوټی وکري چې افغان ولس او دملي وحدت حکومت باید دې اساس ټکي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د عبدالله خان او سردارمحمد په نومونو دوو قومي مشرانو وویل چې د بهرنیو وسله والو راتګ سیمې ته د دغې شخړې لامل دی او هغوى غواړي په سیمه کې میشت دوه قومونه چې زرګونه کلونه یې په خپلو کې د وروڼو په څېر ژوند کړی په جنګ اخته کړي .
دغه مشران وايي: (( که دولت د شخړې مخه ژر تر ژره ونه نیسي نو په سیمه کې به لویه غمیزه رامنځ ته شي. ))
د زابل والي محمد انور اسحاق زي پژواک ته وويل چی د پېښې د څېړلولپاره یې یو پلاوى ټاکلی ترڅو د پېښې علت معلوم کړي.
نوموړي زياته کړ، دوی هڅه کوي چې ستونزه حل کړي او نوروخلکوته زیان ونه رسیږي .
د یادولو ده چې پرون نیمه شپه د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر اوسیدونکو د خاک افغان ولسوالۍ د درې په سیمه کې پر یو کور برید کړی ، چې د سیمي د اوسېدونکو په خبره، یو تن یې وژلی او دیارلس نور یې تښتولي دي.
د حکومت اجراییه رییس ډاکټر عبدالله هم تېره ورځ د دغې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې وه او د ژر حل غوښتنه یې کړې وه .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP