مهترلام ( پژواک، ٢١ لړم ٩٤ ) : د لغمان ولايت پر سلګونو زلزله ځپلو کورنيو د ترکيې هېواد له خوا مرسته شوي توکي ووېشل شول.
دا مرستې چې د تيکا په نامه د يوې موسسې له خوا برابرې شوې وې، د لغمان د والي عبدالجبار نعيمي له خوا پر زيانمنو شويو کورنيو ووېشل شوې.
د لغمان والي د مرستو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې مرستو کې وريجې، غوړي او اوړو سربېره د هرې کورنۍ لپاره يو يو ټوک قرانکريم هم شامل و.
هغه د دوست هېواد ترکيې له ولسمشر او ولسونو مننه وکړه چې د تاريخ په اوږدو کې يې تل له افغانانو سره مرستې کړې دي.
نعيمي وويل : (( موږ خپله هم بايد هڅه وکړو تر څو په خپلو پښو ودرېږو او د نورو هېوادونو د غريبو او بې چاره وو خلکو لاس نيوی وکړو.))
نوموړي زياته کړه، چې د زلزلې او نورو طبيعي پېښو له امله ددوى ولايت اوسېدونکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.
د لغمان والي له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې له زيانمنو کورنيو سره نورې مرستې وکړي.
د حميد الله په نامه يوه تن چې يادې مرستې يې ترلاسه کړې وې، پژواک اژانس ته وويل چې له خپل دولت او همداراز له ترکيې هېواد څخه مننه کوي چې له دوى سره مرستې وکړي.
هغه د نورو مرستو غوښتنه هم وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP