کلات (پژواک، ٦مرغومى ٩٤): د زابل ولایت یوشمېر دیني عالمان وایي، چې د پوهنې له ریاست سره به د تړلو ښوونځیو په بيا پرانیستلو کې مرسته وکړي.
په دې ولايت کې اوسمهال تر ١٥٠ ډېر ښوونځي تړلي دي.
سلګونه دیني عالمان،چی نن د زابل د پوهنې ریاست په ودانۍ کې راټول شوي وو، د تړلو ښوونځیو په بېرته پرانیستلو کې د مرستې ژمنه وکړه.
ديني عالم ملا عبدالحکيم، پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د پوهنې له بهير سره مرسته د دوى مسووليت دى، ديني عالمان اوس پوه شوي، چې معارف يو غير سياسي ارګان دى او بايد مرسته ورسره وشي.
د ده په وينا، دوى به په ټولو سيمو کې د ښوونځيو او ديني مدرسو د فعاليت لپاره هڅې وکړي.
د مولوي نورالله په نوم يوه بل ديني عالم وايي، عالمان به د ښوونځيو ملاتړ وکړي او وسله وال مخالفين به وهڅوي ترڅو د ښوونځيو له تړلو څخه لاس واخلي.
دى زياتوي، ددوى دهڅو پايله به دراتلونکي د ښوونيز کال په پيل کې جوته شي.
د زابل د پوهنې رییس رحیم الله لودین، پژواک ته وویل، چی دغه له بېلابېلو ولسواليو راغلي کابو دوه سوه ديني عالمان په خپله خوښه دې چمتو ته شوي،چې د زابل د پوهنې له بهير سره مرسته وکړي.
ده زياته کړه، هغوى به په خپلو سيمو کې د تړليو ښوونځيو بېرته پرانيستلو ته خلک او د دولت وسله وال مخالفين وهڅوي، چې په دې سره به د پوهنې بهير پر وړاندې پرتې ستونزې يو څه راکمې شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP