محمود راقي، خوست ښار ( پژواک، ٣٠ مرغومى ٩٤) : چارواکي وايي چې د خوست او کاپيسا ولايتونو په بېلابېلو پېښو کې اوو تنو ملکي وګړو او سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان اسد ا غا ساپي د مرغومي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان ځانګړو ځواکونو له تېرې ورځې راهيسې د ولسوالۍ په تيرخېلو او اديزي سيمو کې چې له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د وسله والو تر واک لاندې وې، عمليات پيل کړي و.
هغه زياته کړه، چې ددې عملياتو پر مهال يو شمېر سيمې له وسله والو پاکې او شپږ تنه يې ژوندي نيول شوي دي.
ساپى وايي، کله چې ځانګړي ځواکونه بېرته تلل، نو د نجراب ولسوالۍ د چهارکلا په سيمه کې يې يو موټر له سړکه اوښتى او لاندې کندې ته غورځېدلى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي ملک فرحت پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې يو سرتېرى مړ او درې نور ژوبل شوي دي.
بلخوا د خوست ولايت په مرکز کې د يوې چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي دي.
د دې ولايت يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاودنه نن غرمه مهال د ولايت د مرکز اړونده د متون په سيمه کې شوې ده.
سرچينه زياتوي چې چاودنه د تېرو جګړو د پاتې شوي ناچاودي ماين له امله هغه مهال رامنځته شوه، چې ماشومانو پرې لوبې کولې.
د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې دوه ماشومان په کې ټپيان شوي دي.
login or register a new account.