Language

په ننګرهار کې د ماشومانو د اصلاح مرکز نوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

محمودراقي- جلال اباد (پژواک،د سلواغې لومړۍ نېـټه ٩٤): په ننګرهار ولايت کې د ماشومانو د اصلاح مرکز لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د سلواغې په لومړۍ نېـټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ودانۍ په دريو پوړونو کې په عصري ډول جوړه شوې چې ٤٠ خونې او نور اړوند ملحقات لري.

هغه زياته کړه چې پر دې ودانۍ د عدليې وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ٧٠٠ زره امريکايي ډالر لګښت راغلى او چارې يې په يونيم کال کې بشپړې شوې دي.

د  ننګرهار عدليې رييس پژواک اژانس ته وويل چې دوى تر اوسه په يوه کرايي کور کې فعاليت کاوو او د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ډېرې ستونزې هوارې شي.

نوموړى وايي چې اوسمهال  د ماشومانو د روزنې او اصلاح مرکز کې د دريو نجونو په ګډون ٦٠ ماشومان تر روزنې لاندې چې عمرونه يې تر ١٨ کلونو کم دي.

د هغه په وينا، په نوي مرکز کې د ٢٠٠ ماشومانو د اوسېدنې او روزنې ظرفيت شته دى.

دى وايي چې په دغه مرکز کې هغه ماشومان ساتل کېږي چې د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي او د عمر د کموالي له امله په زندان کې نه شي ساتل کېداى.

بلخوا په کاپيسا ولايت کې د يوه  ښارګوتي او د برېښنا پروژې د ښار جوونې او د  برېښنا وزېر لخوا پرانېستل شوې.

د يادو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د ښار جوړونې وزير سيد سعادت منصور نادري او د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني او ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک ته وويل چې پرون د يادو چارواکو له خوا په نجراب ولسوالۍ کې د ښوونکو لپاره يو لوی ښارګوتي چې له شپږ سوه څخه زيات کورونه لري پرانيستل شو.

د نوموړي په وينا، د ياد ښارګوټي په اړه له څو کلونو راهيسې خلکو شکايتونه کول .

دى وايي چې د اوبو او برېښنا وزير د احمد بېګ تپې  د برېښنا سب سټېشن هم ګټې اخيستنې ته وړاندې شو.

login or register a new account.