کندهار (پژواک، ٨ سلواغه ٩٤): د ښځو چارو وزيرې کندهار ولايت ته سفر وکړ او هلته يې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښځو د کرنيز فارم د جوړولو چارې پرانيستې.
په دغو مراسمو کې د ښځو چارو وزيرې مېرمن دلبر نظري، ولايتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او لسګونو مېرمنو ګډوه کړى وو.
په پيل کې په سوېل کې د کرنيزې پراختيا (RADP-S) موسسې د جندر څانګې مسوولې مېرمن بلقيس بري د ښځو د کرنيز فارم په اړه معلومات ورکړل.
بلقيس بري وويل، د ښځو کرنيز فارم په ٢٥ جريبه ځمکه کې د کندهار ښار په عينو مېنه کې جوړېږي چې د ځمکې مرسته افکو کمپنۍ کړې او نور لګښت يې د امريکا پرمختيايي ادارې پر غاړه اخيستى دى.
هغې زياته کړه، د دغه کرنيز فارم په شاوخوا شل زره متره ساحه کې د مېرمنو په لاسونو د انارو ونې کښېنول شي چې وروسته به يې حاصلات هم مېرمنې ټولوي او د خرڅلاو لپاره به يې بازار ته وړاندې کوي.
د دې په خبره، په دې کرنيز فارم کې به د انارو تر څنګ په يوه لويه نهال خونه کې ١٥٤ زره بېلابېل نيالګي هم و روزل شي چې په کرنيز فارم کې د لګولو تر څنګ به په بازار کې هم پلورل کېږي.
دې دا هم وويل چې د مالدارۍ لپاره د وښو د کرلو ځاى هم ځانګړى شوى او دغه راز به په ٤ ګرين هاوسونو کې د مېرمنو له خوا بېلابېل سبزيجات کرل کېږي او بازار ته به عرضه کېږي او دغه راز به په دې فارم کې اته کاري خونې او ساړه ساتنځايونه موجود وي، چې مېرمنې په کې خپل محصولات خوندي وساتي.
مېرمن بري وويل، د کرنيز فارم د اوبولو لپاره به شپږ مياشتې د ظاهرشاهي کانال له اوبو کار اخلي او پاتې شپږ مياشتې به د برمې له اوبو کار اخيستل کېږي، چې د اوبو د را ايستلو او نورو چارو لپاره دغلته د ١٥،٥ کيلوواټه په توليد د لمريزې برېښنا سيسټم هم برابر شوى دى.
دې يادونه وکړه چې د کرنيز فارم له محصولاتو څخه لاسته راغلې پيسې به بيرته په همدغه فارم لګېږي، څو ښځې ښه توليدات ولري او له دې لارې د خپلو کورنيو لپاره نفقه برابره کړي.
د دې په خبره، په دې توګه به سلګونه مېرمنې کار پيدا کړي او دغه راز به د کرنې له موډرنې ټکنالوژۍ سره بلد شي.
د ښځو چارو وزيرې مېرمن دلبر نظري دغه پروژه د مېرمنو لپاره ګټوره وبلله او ويې ويل هڅه کوي د کندهار د مېرمنو د ژوند د بهبود لپاره ورته نور ګامونه هم واخلي.
login or register a new account.