ژبه

د يوه ايراني په ګډون درې کسان د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٤): پوليسو په هرات ولايت کې د ١٦ کيلوګرامه نشه يي توکو د قاچاق په تور د يوه ايراني وګړي په ګډون درې کسان نيولي دي.

د نشه يي توکو او مسکراتو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز له لوري پژواک خبري اژانس ته نن (د سلواغې ١٣مه) نېټه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ياد درې قاچاق وړونکي تېره اونۍ په هرات کې د بېلابېلو پېښو پر مهال له پېژندلو وروسته نيول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې له ايراني قاچاق وړونکو څخه درې کيلوګرامه هيرويين او درې کيلوګرامه ترياک ترلاسه شوي دي.

دغه راز سرچينې زياته کړې چې پوليسو له نورو دوو قاچاق وړونکو څخه له لس کيلوګرامه زيات هيرويين ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په سلواغې مياشت کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې ٣٢ قاچاق وړونکي نيول شوي دي.

login or register a new account.