کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۵): د پوهنې وزارت وایي چې د هېواد په ټولو ولسوالیو او تعلیمي حوزو کې د تشکیلاتي اړتیاوو، نفوس، جغرافیایي وضعیت او تعلیمي پراختیاوو ته په کتو یې ۱۰۶۰ اداري بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي دي.
د پوهنې وزارت د تضمین کیفیت معین مولوي عبدالخالق صادق نن په کابل کې په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې وویل چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښوونو او د پوهنې وزارت د اوږدمهاله موخو پر بنسټ، د هېواد په کچه د ۱۰۶۰ څلورمو بستونو د استخدام بهیر د ازاد رقابت له لارې پیل شوی دی.
هغه وویل چې یاد بستونه د هېواد په ټولو ولسوالیو او تعلیمي حوزو کې د تشکیلاتي اړتیاوو، نفوس، جغرافیایي وضعیت او تعلیمي پراختیاوو ته په کتو منظور شوي دي.
د ده په خبره، دغه بستونه د پوهنې وزارت د دوامدارو هڅو او د اسلامي امارت د رهبرۍ د ځانګړې پاملرنې له مخې د ۱۴۰۵ کال په تشکیلاتي جوړښت کې شامل شوي چې موخه یې د تعلیمي ادارو د بشري ځواک پیاوړتیا، د اداري تشو ډکول او د معیاري تعلیمي خدماتو پراختیا ده.
مولوي عبدالخالق صادق زیاته کړه چې د پوهنې وزارت د معیاري، عادلانه او باکیفیته تعلیمي خدماتو وړاندې کولو لپاره په وروستیو کلونو کې بېلابېلې اصلاحاتي او پرمختیايي برنامې عملي کړې دي.
هغه دغهراز وویل، وزارت راستنېدونکو هېوادوالو ته د زدهکړو زمینې برابرولو ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او هڅه کوي څو د هېواد تعلیمي نظام معیاري، د زدهکړو کیفیت لوړ او د زدهکوونکو علمي ظرفیت پیاوړی کړي.
د تضمین کیفیت معین د ازاد رقابت له لارې استخدام د شفافیت، حساب ورکونې او سالمې ادارې د پیاوړتیا مهم اصل بللی او ټینګار یې کړی چې د هېواد په ټولو تعلیمي ادارو کې به د ظرفیت، تخصص او مسلکیتوب پر بنسټ د کدرونو د جذب زمینه برابره شي.
نوموړي له ټولو وړ، مسلکي او تحصیل کړو هېوادوالو وغوښتل چې د یادو بستونو د ازاد رقابت پروسه کې ګډون وکړي او د هېواد د تعلیمي نظام د پیاوړتیا او د راتلونکي نسل د سالمې روزنې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د کارکوونکو چارو لوی رییس مفتي شفیعالله منصور د پورته ذکر شوو بستونو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او ولس ته یې ډاډ ورکړ چې د ازموینې ټوله پروسه به په بشپړ شفافیت، عدالت او امانتدارۍ ترسره کېږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معین مولوي محمدزاهد احمدزي هم په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل، د اړوند وزارت له مهمو کاري پلانونو یو هم د ځوانانو او د هېواد د بېکاره قشر لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي.
نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال د همدې موخې ترلاسه کولو لپاره په ټول ملک کې شاوخوا ۵۲ زره حرفوي او مسلکي مرکزونه فعال دي، څو ځوانانو ته تخنیکي او مسلکي زدهکړې برابرې کړي.