Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې لس ټنه تاريخ تېر خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

په زابل کې لس ټنه تاريخ تېر خوراکي توکي او درمل وسوځول شول

author avatar
12 Feb 2016 - 14:40
په زابل کې لس ټنه تاريخ تېر خوراکي توکي او درمل وسوځول شول
author avatar
12 Feb 2016 - 14:40

کلات (پژواک، ٢٣ سلواغه ٩٤): د زابل د عامې روغتیا مسوولینو لس ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي له ښار څخه را ټول او وسوځول.

د دې ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر لعل محمد توخي د سلواغې په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو لسو ټنو کې دوه ټنه یې درمل او پاتې اته ټنه بېلابېل خوراکي توکي دي.

ده زياته کړه، دغه توکي د عامې روغتیا د ریاست او نورو اړوندو ادارو د پلاوو له لوري په درې ورځنيو دوو کمپاینونو کې را ټول شوي، چې موخه يې د بې کیفیته او تاریخ تېر درملو او خوراکي توکو د پلور مخنیوى او د خلکو روغتیا ته پاملرنه ده.

د هغه په وينا، له دې وروسته به هم په دې برخه کې کلات ښار کې خپلې څارنې ته دوام ورکړي.

د زابل د ولایتي شورا غړى درمحمد قیام وايي، د بې کیفیته او تاریخ تېر درمل د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي او دولت یې باید مخنیوي ته خپله توجه زیاته کړي.

نوموړي وويل، خلک هم باید له دولت سره په دغه کمپاین کې مرسته وکړي او له هغو ادارو څخه یې مننه وکړه، چې دغه لس ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي يې راټول کړي دي.

څو میاشتې وړاندې هم د کلات ښاروالۍ له بازار څخه څو ټنه بې کییفته خوراکي توکي تر راټولولو وروسته له منځه یوړل.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.