کلات (پژواک، ٢ کب ٩٤): د زابل ولايت يو شمېر مېرمنې د ښځو چارو رياست په ځينو روزنيزو پروګرامونو کې د پراخ فساد ادعا کوي، خو د ښځو چارو رييسه دا ادعاوې ردوي.
دغه مېرمنې چې د زابل د ښځو چارو په رياست کې راټولې شوې وې، ويل يې چې په روزنيزو پروګرامونو کې مالي فساد شوى دى.
د عاقلې په نوم يوې مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يوې مرستندويې ادارې له لوري د کرنې په اړوند مسايلو کې د دوى لپاره ورکشاپونه جوړېږي، خو هغه پيسې چې ورکول کېږي د ښځو چارو رييسه يې ورسره نيمايي کوي.
دغه مېرمنه وايي، د هرې موضوع په اړه دېرشو مېرمنو ته دوه ورځنی ورکشاپ جوړېږي چې د يوې ورځې پنځه سوه افغانۍ دوى ته ورکول کېږي، خو د دوهمې ورځې هغه يې رييسه ورڅخه اخلي.
د بخت بي بي په نوم يوې بلې مېرمنې ويل چې د ورکشاپ له پيله مخکې پرې دا شرط اېښودل شوى، چې که پيسې ورسره نه نيمايي کوي، نو له پروګرام څخه ايستل کېږي.
د انارګلې په نوم د ورکشاپ يوې بلې ګډونوالې پژواک ته وويل، ډېره بېوزله او له کورنيو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، خو د ښځو چارو رييسه د ورکشاپ د يوې ورځې پيسې ترې اخلي.
دغو مېرمنو ويل چې څو ځلې يې په دې اړه ادارو ته شکايتونه کړي، خو تر اوسه يې چا شکايت نه دى اورېدلى او نه يې هم د دې فساد مخه نيولې ده.
په زابل کې د خوشحال خيريه بنسټ په نوم د يوې نا دولتي ادارې مسوولې شبانې خوشحال پژواک اژانس ته وويل چې دوى ته هم دا ډول شکايتونه رسېدلي چې د ښځو چارو رييسه د ورکشاپونو له ګډونوالو پيسې اخلي.
هغې زياته کړه، تېره ورځ يوه مېرمن هغه مهال د ښځو چارو رييسې وهلې، کله چې د ورکشاپ پيسې يې ور څخه اخيستې وې او ګډونوالې ترې د ريکشې د کرايې غوښتنه کړې وه.
د خوشحال په خبره، د دې غوښتنې په مقابل کې د ښځو چارو رييسې دغه مېرمن وهلې وه او پښه يې ژوبله وه.
په زابل کې له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په ملاتړ د RADP south په نوم په يوه پروژه کې ښځو ته د کرنې په اړه ورکشاپونه جوړېږي چې د تنظيم چاري يې د اې ډي اې په نوم يوه انجیو پر مخ وړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP