کلات ( پژواک، ١١ کب ٩٤) : چارواکي وايي چې په زابل ولايت کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې ٩ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د کب په يوولسمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه عمليات نن سهار په شاه جوی ولسوالۍ کې پيل شوي وو.
هغه زياته کړه، چې د استخباراتي راپورونو پر اساس يو شمېر وسله والو طالبانو د شاه جوى ولسوالۍ په باره خېلو او زرګران سيمو کې فعاليتونه درلودل .
د فراهي په خبره ، د شاه جوى سيمه ييزو پوليسو نن سهار پنځه بجې د يو کمين په ترڅ کې پر دغو طالبانو بريد وکړ، څلور تنه يې ووژل او پنځه نور يې ټپيان شوي دي.
فراهي وايي، چې په دې نښته کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى.
د هغه په وينا، پوليسو موټرسايکلونه ، وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP