کابل(پژواک،٢ورى ٩٥): د ملي دفاع وزارت وايي چې په هلمند ولايت کې يې د طالبانو له يوه زندان څخه ١٦ تنه را خوشې کړي او ١٧ طالبان يې وژلي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د ملي دفاع وزارت له لوري د وري په دويمه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات ترسره کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې عملياتو په ترڅ کې ١٦کسان را خوشې شوي او د شپږو ځانمرګو بريدګرو په ګډون ١٧ طالبان وژل شوي دي.
سرچينه ليکي چې دغه زندان د ګرشک ولسوالۍ په ښوونځي کې موقعيت لري او په ملا عبدالباري ذاکر پورې تړلى دى.
سرچينه زياتوي چې د زندانيانو هويت به وروسته په ډاګه شي، خو له زندان څخه يو شمېر وسلې او مهمات د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان لومړي څارن محمد اسماعيل خپلواک هم پژواک ته وويل چې تېره شپه په ياده سيمه کې ملي اردو او بهرنيو ځواکونو په ګډه عمليات تر سره کړي دي.
د هغه په وينا، د عملياتو پرمهال اووه وسله وال طالبان چې د زندان ساتوونکي وو، وژل شوي دي.
ده وويل چې يادو ځواکونو له زندان څخه پنځه تنه هم را خوشې کړي چې دوه يې پوليس او درې يې عام وګړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه ددې زندان په اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.