ژبه

له سويډن څخه په کندهار کې د پوهنې، کرنې او روغتيا په برخو کې د مرستې غوښتنه وشوه

کندهار (پژواک ١٧ ورى ٩٥): د کندهار والي د سويډن له سفير سره په ليدنه کې د روغتيا، پوهنې او کرنې په برخو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

د سويډن سفير اندرس شوبيرګ نن د وري په ١٧مه کندهار ته سفر وکړ او د دې ولايت له والي او نورو مسوولينو سره يې وکتل.

ډاکټر همايون عزيزي د سويډن سفير ته د کندهار د اوسني وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، دغه ولايت جګړې ځپلى دى او په بېلابېلو برخو کې بيارغونې ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه، که مرستندويه هېوادونه او ټولنې په کندهار کې د روغتيا، پوهنې او کرنې په برخو کې مرستې وکړي، نو د خلکو په ژوند کې به ښه والى راشي.

عزيزي د دې تر څنګ په کندهار کې د برېشنا نشتوالى جدي ستونزه ياده کړه او ويې ويل، له همدې امله دغلته صنعت او د خلکو د ژوند نورو اړخونو وده نه ده کړې.

د ده په خبره، که د خلکو دغو اړتياوو ته پام وشي، نو اقتصادي وضعيت به يې پياوړى شي.

د سويډن سفير شوبيرګ په کندهار کې د شوي پرمختګ ستاينه وکړه او ويې ويل، هېواد يې له افغانانو سره اوږدمهاله مرستو ته ژمن دى.

هغه زياته کړه، سويډن به په هغو برخو کې مرستې پراخې کړي چې اړتيا ورته ليدل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع