Language

کاپیسا کې د یوه سړک او پول جوړولو چارې پیل شوې

محمودراقي (پژواک، ٢٥ ورى ٩٥): د کاپيسا ولايت په ځینو سيمو کې د نږدې ٢٠ کيلومتره سړک او د يوه لوى پول د جوړولو چارې پيل شوې.

د دغه ولايت د والي وياند قيس قادري د وري په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اول کوهستان کې ١٤ کيلومتره، د مرکز اړوند پنځه کيلومتره سړک او د دوهم کوهستان د سربند په سيمه کې دوه نيم کيلومتره سړک جوړېږي.

دغه راز نوموړي وويل چې په دوهم کوهستان کې د پنجشېر پر سيند د ١٤٠ متره په اوږودوالي د يوه پول د جوړولو چارې پيل شوې.

دى وايي چې تر اوسه دلته يو وړوکى د لرګيو پول و چې لوى بارداره سوداګريز موټر پرې تګ راتګ نه شو کولى.

د قادري په وينا، د دغه پول او سړکونو په جوړېدو سره به د کاپيسا هغه ټرانزيټي سړک چې د کابل- جلال اباد لويې لارې له سروبي د تګاب پر ولسوالۍ راځي، له پنجشېر او پروان ولايتونو سره ونښلول شي.

د کاپيسا د کليو پراختيا رييس حيات الله فرهنګ پژواک اژانس ته وويل چې پر دې پروژو ١٨٠ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د کليو پراختيا وزارت له لوري ورکول کېږي.

ده زياته کړه چې د دې پروژو چارې به په راتلونکو شپږو مياشتو کې بشپړې شي.

د ضياء الرحمن په نوم د کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې له دې پروژې سره به له يوې خوا د خلکو ستونزې هوارې شي، نو له بلې خوا خلکو ته به د کار زمينه هم برابره شي.

login or register a new account.