ژبه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت کندهار کې موزيم او عامه کتابتون جوړوي

کندهار (پژواک، ١٨ غويى ٩٥) : د اطلاعاتو او کلتور وزير وايي ، په کندهار کې موزيم او عامه کتابتون جوړوي چې د جوړولو چارې به يې تر راتلونکو څو کلونو پورې بشپړې شي.

په دې اړه د غويي په ١٨مه، د کندهار ښار په عينو مېنه کې يو لړ مراسم جوړ شوي و، چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني تر څنګ د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، د افکو کمپنۍ مسوول هاشم کزري او نورو مسوولينو ګډون کړى وو.

عبدالباري جهاني پژواک خبري اژانس ته وويل، افکو نړيوالې کمپنۍ په عينو مېنه کې د يوه موزيم او عامه کتابتون د ودانيو لپاره ١٠ جريبه ځمکه اړوند وزارت ته ډالۍ کړه چې ٢،٥ ميليونه افغانۍ ارزښت لري.

هغه زياته کړه، يادې شوې ودانۍ به تر راتلونکو دوو کلونو او يا څلورو کلونو پورې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

نوموړي د دغو ودانيو د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل، خو ويې ويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، افکو کمپنۍ او د کندهار د شتمنو په ګډه پانګه به يې جوړوي.

ده په دې تړاو يادونه وکړه چې په خلکو کې بايد دا دود عام شي چې هر څه له حکومته و نه غواړي، بلکې خپله هم لاس په کار شي او د ځانونو او غوره راتلونکې لپاره يو څه وکړي.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي له افکو کمپنۍ مننه وکړه چې د موزيم او عامه کتابتون لپاره يې ځمکه ځانګړې کړې ده.

هغه زياته کړه، اوس مهال د کندهار د اطلاعاتو او کلتور په رياست کې موزيم او عامه کتابتون شته، خو ودانۍ يې هغسې معياري نه دي چې څنګه ورته اړتيا ده.

ده يادونه وکړه چې دغه ودانۍ به په پرمختللې بڼه جوړېږي چې هم به تاريخي اسعار په کې په سمه توګه خوندي شي او هم به د کتابونو د ساتلو او مطالعې لپاره ښه ځاى او چاپېريال ولري.

د افکو کمپنۍ مسوول هاشم کرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، دا لومړى ځل نه دى چې د موزيم او کتابتون لپاره ځمکه ورکوي، بلکې تر دې وړاندې يې هم په ورته توګه ځينو ادارو او ټولنو ته ځمکې وړيا ورکړې دي.

ده يادونه وکړه چې په خپل ماسټر پلان کې يې د ولايت مقام ادارې، دولتي رياستونو، د کرکټ لوبغالي او نورو لپاره هم زرګونه جريبه ځمکې ورکړې دي.

کرزي يادونه وکړه چې د موزيم او عامه کتابتون لپاره يواځې د ځمکې پر ورکړه بسنه نه کوي، بلکې په جوړېدو کې به يې هم خپل امکانات له اړوند وزرات سره شريک کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع