محمودراقي (پژواک، ١١ غبرګولى ٩٥): په کاپيسا ولايت کې د نهر افغان د کانال پروژه بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې پروژې د پرانيستې په مراسمو کې چې د غبرګولي په ١١مه نیول شوي وو، د کاپيسا دولتي چارواکو، د ولسي جرګې او ولايتي شورا غړو او په افغانستان کې د جاپان سفارت استازو برخه اخيستې وه.
د کاپیسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجني پژواک خبري اژانس ته وويل چې نهر افغان له پنجشېر سيند څخه سرچينه اخلي او د کاپيسا تر مرکز محمودراقي پورې غځېدلى دى.
هغه زياته کړه چې له دغه کانال څخه سلګونه جريبه ځمکه خړوبېږي او ١٥٠زره کورنۍ ترې ګټه پورته کوي.
د نوموړی په وينا، د پنجشېر د سيند سطحه د کاپيسا تر ځمکې ښکته ده او د جاپان په مرسته د ۶ سوه امريکايي ډالرو په لګښت ياده پروژه بشپړه شوه او اوس په اسانۍ سره له پنجشېر سيند څخه د کاپيسا مرکز ته اوبه رسېږي.
د جاپان د سفارت استازي مستيو وويل چې د دغه کانال تر څنګ دوى په افغانستان کې پر يو شمېر نورو کانالونو هم کار روان کړى چې نهه نيم ميليونه ډالر لګښت پرې راځي.
د کاپيسا د انکشافي شورا رييس ملنګ ساپی وايي چې دوى تر اوسه له پنجشېر سيند څخه عارضي بندونه جوړول، خو د سېلابونو او په سيند کې د اوبو د زياتوالي له امله يې بندونه اوبو وړل.
هغه پژواک ته وويل چې د دغه کانال په رغېدو سره د دوى ځمکې به خړوبې او حاصلات به يې زيات شي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې جاپان په اول او دويم کوهستان ولسواليو کې هم دوه نور لوی نهرونه جوړ کړي، نو د دغه ولايت شمالي ولسوالۍ او د مرکز نورې سیمې به د اوبو له مخې غني وي.
login or register a new account.