Language

هلمند کې د پولیسو د تشکیل د بشپړېدو هڅې پیل شوې

لښکرګاه (پژواک، ۲٩ غبرګولی ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت د پوليسو د تشکيل د بېرته پوره کولو په موخه يې هلې ځلې پيل کړې او زیاتوي که د خیالي پوليسو په برخه کې څوک تورن وپېژندل شي نو د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه د هلمند سيمه ييزو چارواکو وکړې چې په وار وار په دغه ولايت کې د خيالي پوليسو د شتون په اړه ويناوې شوې دي.

شاوخوا لس ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ولايت ته سفر وکړ او ويي ويل چې په دغه ولايت کې به د امنيتي ځواکونو تشکيل او نورې ستونزې هوارې کړي.

له دغه سفر درې ورځې وروسته د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز ويلي چې په دغه ولايت کې د پوليسو نيمايي تشکيل خيالي دی.

هغه دا هم ويلي چې د دې ولايت پخواني امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د پوليسو له شتون پرته د ٢٧٠تنه پوليسو امتيازات د ځان لپاره ترلاسه کول.

د سرجنګ دوسيه دا مهال په لويې څارنوالۍ کې تر څېړنو لاندې ده.

خو کينتوز وايي چې د پوليسو د روزنې او جذب لپاره يې پلانونه جوړ کړي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره کړي.

دغه راز د هلمند والي حيات الله حيات هم پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې د پوليسو د تشکيل د پوره کيدو په برخه کې هلې ځلې پيل شوي دي.

خو هغه ګواښ وکړ: ((که د پولیسو د خیالي تشکیلاتو په  برخه کې هرڅوک تورن وپیژندل شي نو د قانون منګلو ته به يې وسپارم ترڅو نور ترې عبرت واخلي.))

د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې د ۵۰۵ زون قوماندان مل پاسوال عصمت الله دولتزي هم پژواک ته وويل چې په ميوند قول اردو کې د نويو پوليسو د جلب او جذب چارې پيل شوي دي.

هغه زياته کړه: (( په هلمند کې د امنيت د خرابيدو يواځنى عامل همدا د خيالي تشکيلاتو شتون دى، ما څو ځلې په دې اړه حکومتي چارواکيو ته معلومات ورکړي وو.))

دولتزي دا هم وويل چې د يو شمېر فشارونو له امله اوس هم ځیني غير مسلکي کسان په ځينو ولسواليو کې د امنيه قوماندانو په توګه ګومارل کېږي.

login or register a new account.

Related Topics