منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۲۱ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

هلمند کې د پولیسو د تشکیل د بشپړېدو هڅې پیل شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۲٩ غبرګولی ۹۵): د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت د پوليسو د تشکيل د بېرته پوره کولو په موخه يې هلې ځلې پيل کړې او زیاتوي که د خیالي پوليسو په برخه کې څوک تورن وپېژندل شي نو د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه د هلمند سيمه ييزو چارواکو وکړې چې په وار وار په دغه ولايت کې د خيالي پوليسو د شتون په اړه ويناوې شوې دي.

شاوخوا لس ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هلمند ولايت ته سفر وکړ او ويي ويل چې په دغه ولايت کې به د امنيتي ځواکونو تشکيل او نورې ستونزې هوارې کړي.

له دغه سفر درې ورځې وروسته د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال اقانور کينتوز ويلي چې په دغه ولايت کې د پوليسو نيمايي تشکيل خيالي دی.

هغه دا هم ويلي چې د دې ولايت پخواني امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ د پوليسو له شتون پرته د ٢٧٠تنه پوليسو امتيازات د ځان لپاره ترلاسه کول.

د سرجنګ دوسيه دا مهال په لويې څارنوالۍ کې تر څېړنو لاندې ده.

خو کينتوز وايي چې د پوليسو د روزنې او جذب لپاره يې پلانونه جوړ کړي او ډېر ژر به دغه ستونزه هواره کړي.

دغه راز د هلمند والي حيات الله حيات هم پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې د پوليسو د تشکيل د پوره کيدو په برخه کې هلې ځلې پيل شوي دي.

خو هغه ګواښ وکړ: ((که د پولیسو د خیالي تشکیلاتو په  برخه کې هرڅوک تورن وپیژندل شي نو د قانون منګلو ته به يې وسپارم ترڅو نور ترې عبرت واخلي.))

د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې د ۵۰۵ زون قوماندان مل پاسوال عصمت الله دولتزي هم پژواک ته وويل چې په ميوند قول اردو کې د نويو پوليسو د جلب او جذب چارې پيل شوي دي.

هغه زياته کړه: (( په هلمند کې د امنيت د خرابيدو يواځنى عامل همدا د خيالي تشکيلاتو شتون دى، ما څو ځلې په دې اړه حکومتي چارواکيو ته معلومات ورکړي وو.))

دولتزي دا هم وويل چې د يو شمېر فشارونو له امله اوس هم ځیني غير مسلکي کسان په ځينو ولسواليو کې د امنيه قوماندانو په توګه ګومارل کېږي.

خو هغه په دې برخه کې کومه بيلګه وړاندې نه کړه.

په هلمند ولايت کې د جګړې د مهارکولو اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان پژواک ته وويل چې د پوليسو په ليکو کې د فساد ستونزه يې پخوا له ولسمشر سره شريکه کړې وه.

د قهرمان په اند: ((که چيرې د ملي ځواکونو په ليکو کې دغه ډول فساد شتون و نه لري، زموږ ځواکونه پرمختللې وسلې او امکانات لري نو بيا وسله وال مخالفين نه شي کولاى د امنيت پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.))

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده د خيالي پوليسو په برخه کې د هلمند د امنيه قوماندان څرګندونې وستايلې او ټينګار وکړ چې په دې برخه کې بايد ټولې ستونزې هوارې شي.

هغه وايي چې په هلمند کې د خيالي سرتېرو په اړه بايد جدي څېړنې وشي؛ ځکه په دې برخه کې ستونزې له حده ډېرې دي.

خو ده وويل چې په هلمند کې د پوليسو تر څنګ د ملي اردو د سرتېرو نيمايي تشکيل هم خيالي دى.

د اخندزاده په وينا، که د ملي ځواکونو شمېر پوره شي بيا وسله وال مخالفين نه شي کولاى خلکو او امنيتي ځواکونو ته ستونزې جوړې کړي.

په هلمند کې د پوليسو يوې سرچينې پژواک ته وويل چې د خيالي پوليسو په برخه کې د يوې حوزې او دوو ولسواليو چارواکي کابل ته غوښتل شوي دي.

خو هغه په دى برخه کې جزئيات ورنه کړل.

سرچيني وويل چې په مارجې، نادعلي، ګرشک او ګرمسير ولسواليو کې د پوليسو تشکيل له نيمايي څخه هم کم دى.

ده زياته کړه چې د هلمند له دندو ګوښه شوو ځینو چارواکو پوليس او وسلې له ځانه سره وړي او اوس يې هم امتيازات ترلاسه کوي.

د دې سرچيني د وروستۍ خبرې په اړه د هلمند امنيه قوماندان وويل چې په دې برخه کې تر اوسه دوه کسان تورن پيژندل شوي او هغوی هم د قانون منګلو ته سپارل شوي دي.

هغه په دې برخه کې نور جزئيات وړاندې نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې په تيرو ١٥کلونو کې د خيالي پوليسو ترڅنګ، خيالي معلولين، خيالي ښوونکي او خيالي ښوونځي هغه عوامل دي چې هيوادوال يې له ګڼو ستونزو سرهم مخ کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه