ژبه

اوباما: له ایران سره د ټرمپ جګړه غیرضروري وه

پژواک

۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۱:۳۶

۰ کتنې

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ډونالډ ټرمپ له خوا له ایران سره جګړه «غیرضروري» بللې او ویلي یې دي چې دې جګړې د ایران ستراتیژیک دریخ نور هم پیاوړی کړی دی؛ ټرمپ بیا په غبرګون کې اوباما یو «بې‌کفایته ولسمشر» بللی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې اوباما د امریکا د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د ډیموکرات ګوند د نوماندانو په ملاتړ په کلیولنډ کې یوې ټاکنیزې غوندې ته ویلي چې ټرمپ له ایران سره داسې جګړه پیل کړې چې هېچا یې غوښتنه نه وه کړې.

راپور کې راغلي، اوباما له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اټومي هوکړې دفاع کړې او ویلې یې دي چې د ده د ولسمشرۍ پر مهال شوې هوکړې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه نیولې وه او د دې کار لپاره د توغندي توغولو ته اړتیا نه وه، بلکې ډیپلوماسۍ بسنه کوله.

هغه د ایران پر وړاندې جګړه د تېلو د بیو د لوړېدو یو لامل بللې او ویې یې دي چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ ګډوډۍ او پر امریکايي پوځي اډو بریدونو د امریکا وضعیت اغېزمن کړی دی. اوباما زیاته کړه چې د ایران پر وړاندې جګړې دغه هېواد ته پر هرمز تنګي د پام وړ نفوذ ورکړی دی.

ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه «تروث سوشال» کې اوباما «په بشپړه توګه بې‌کفایته ولسمشر» بللی او ادعا یې کړې چې اوباما د ۲۰۱۵ کال د اټومي هوکړې له لارې ایران ته میلیاردونه ډالر ورکړي او د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لاره یې ورته هواره کړې ده.

ټرمپ همداراز د امریکا د سنا لپاره د ډیموکرات ګوند له نوماند عبدالسلام السید څخه د اوباما پر ملاتړ نیوکه کړې او السید یې «جعلي ډاکټر» بللی دی.