محمودراقي(پژواک، ١٨ چنګاښ ٩٥): په کاپيسا کې يو ماشوم په ټرافيکي پېښه کې ټپي شوى او وروسته خلکو هغه موټرچلوونکى په وهلو، وهلو وژلى چې دغه ماشوم يې ټپى کړى و.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ مازيګر مهال د کاپيسا د مرکز اړوند په شوخي سيمه کې رامنځته شوه.
سرچينه زياتوي چې ياد موټرچلوونکى ٦٥ کلن او د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکى دى.
دى وايي چې موټرچلوونکى د کاپيسا نجراب ولسوالۍ ته روان و چې په شوخي سيمه کې له دې پېښې سره مخامخ شو.
د ده په وينا په ټرافيکي پېښه کې ټپي شوى ماشوم پنځه کلن دى او دا مهال د کاپيسا په مرکزي روغتون کې تر درملنې لاندې دى.
د هغه په وينا، وروسته له هغه چې دغه ماشوم په ټرافيکي پېښه کې ټپي شوى، د ماشوم د کورنۍ غړيو موټرچلوونکى په وهلو، وهلو وژلى دى.
د کاپيسا امنيه قوماندان مل پاسوال احمد فهيم قايم وايي چې پوليسو د موټرچلوونکي د وژلو په تړاو څو تنه نيولي او پلټنې ترې روانې دي.
login or register a new account.