ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ناوه ولسوالي د ځوانانو پر میله ځای بدله شوې

د هلمند ناوه ولسوالي د ځوانانو پر میله ځای بدله شوې

author avatar
30 Jul 2016 - 16:27
د هلمند ناوه ولسوالي د ځوانانو پر میله ځای بدله شوې
author avatar
30 Jul 2016 - 16:27

لښکرګاه (پژواک، ۹ زمرى ۹۵): د هلمند د ناوې ولسوالۍ مسوولين او ځايي اوسېدونکې وايي چې د ډاډمن امنيت له امله ځوانان مېلو ته ورځي، خو له حکومته غواړي، چې ددې ولسوالۍ دامنيت او بيارغونې لپاره نور کار وکړي.

ولسوال اغا محمد تکړه وايي چې د ټول ولايت په کچه د ناوې ولسوالۍ امنيت ډاډمن دی او له همدې امله خلک دې سيمې ته د مېلې لپاره راځي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په رسمياتو کې د مازديګر مهال او په رخصتيو کې د لښکرګاه ښار او نورو سيمو څخه خلک په دې ولسوالۍ کې خپل ساعت تېروي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، د دې لپاره چې دغه ولسوالي په دوامداره توګه د ځوانانو د سيل، لامبلو او ګرځېدو جوګه وي، د امنيت لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

ولسوال وايي، ډېرى ځوان دلته د کرکټ او نورې لوبې کوي، ځيني بيا په سيند کې لامبي نور بيا باغونو او پالېزونو ته ځي او خپل وخت تېروي.

تکړه وويل چې ياده ولسوالي له لښکرګاه څخه پيل تر ګرمسېر پورې شاوخوا ۶۰ کيلومتره واټن لري او هر څوک په کې هر وخت تګ راتګ کولى شي.

د يادې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي حاجي جمعه ګل پژواک ته وويل: ((موږ خوشاله يو چې ځوانانو ته د ساعت تېريو لپاره مناسب امنيت لرو، زه وينم چې زموږ هر کلي ته په پرله پسې ډول د ښار ځوانان راځي او لوبې کوي.))

د هغه په وينا، ځوانانو ته د لوبو او ساعتېری ځای اړين دی دا چې اوس په نورو ولسواليو کې زمينه نه ده برابره، دوى تيار دي چې خلکو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

د حاجي حبيب الله په نوم د دې سيمې يوه قومي مشر پژواک ته وويل، ناوه کې اوس مهال امنيت ښه دى، ستونزې په کې نشته، له يوې خوا دا ولسوالۍ ګڼ مېشته او شنه ده، له بله پلوه د مېلو لپاره اسانتياوې هم لري.

د هغه په وينا، له همدې امله د لښکرګاه ځوانانو ورته مخه کړې او ياده ولسوالي يې پر مېله ځای بدله شوې ده.

نوموړي قومي مشر له حکومته غوښتنه وکړه چې په ځينو دولتي ځمکو کې د مېلو لپاره ځانګړې ځايونه پارکونه او د لوبو مناسب لوبغالي جوړ کړي.

د عبدالخالق په نوم يو ځوان چې ناوې ولسوالۍ ته د کرکت لوبې راغلى و، پژواک ته وويل: ((زه خوشاله يم چې په ولسوالۍ کې ملګري لرم او د لوبو لپاره ښه زمينه راته برابره ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.