منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د هلمند ناوه ولسوالي د ځوانانو پر میله ځای بدله شوې

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۲ کتنې

لښکرګاه (پژواک، ۹ زمرى ۹۵): د هلمند د ناوې ولسوالۍ مسوولين او ځايي اوسېدونکې وايي چې د ډاډمن امنيت له امله ځوانان مېلو ته ورځي، خو له حکومته غواړي، چې ددې ولسوالۍ دامنيت او بيارغونې لپاره نور کار وکړي.

ولسوال اغا محمد تکړه وايي چې د ټول ولايت په کچه د ناوې ولسوالۍ امنيت ډاډمن دی او له همدې امله خلک دې سيمې ته د مېلې لپاره راځي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې په رسمياتو کې د مازديګر مهال او په رخصتيو کې د لښکرګاه ښار او نورو سيمو څخه خلک په دې ولسوالۍ کې خپل ساعت تېروي.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، د دې لپاره چې دغه ولسوالي په دوامداره توګه د ځوانانو د سيل، لامبلو او ګرځېدو جوګه وي، د امنيت لپاره دې جدي اقدامات وکړي.

ولسوال وايي، ډېرى ځوان دلته د کرکټ او نورې لوبې کوي، ځيني بيا په سيند کې لامبي نور بيا باغونو او پالېزونو ته ځي او خپل وخت تېروي.

تکړه وويل چې ياده ولسوالي له لښکرګاه څخه پيل تر ګرمسېر پورې شاوخوا ۶۰ کيلومتره واټن لري او هر څوک په کې هر وخت تګ راتګ کولى شي.

د يادې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا غړي حاجي جمعه ګل پژواک ته وويل: ((موږ خوشاله يو چې ځوانانو ته د ساعت تېريو لپاره مناسب امنيت لرو، زه وينم چې زموږ هر کلي ته په پرله پسې ډول د ښار ځوانان راځي او لوبې کوي.))

د هغه په وينا، ځوانانو ته د لوبو او ساعتېری ځای اړين دی دا چې اوس په نورو ولسواليو کې زمينه نه ده برابره، دوى تيار دي چې خلکو ته هر ډول اسانتياوې برابرې کړي.

د حاجي حبيب الله په نوم د دې سيمې يوه قومي مشر پژواک ته وويل، ناوه کې اوس مهال امنيت ښه دى، ستونزې په کې نشته، له يوې خوا دا ولسوالۍ ګڼ مېشته او شنه ده، له بله پلوه د مېلو لپاره اسانتياوې هم لري.

د هغه په وينا، له همدې امله د لښکرګاه ځوانانو ورته مخه کړې او ياده ولسوالي يې پر مېله ځای بدله شوې ده.

نوموړي قومي مشر له حکومته غوښتنه وکړه چې په ځينو دولتي ځمکو کې د مېلو لپاره ځانګړې ځايونه پارکونه او د لوبو مناسب لوبغالي جوړ کړي.

د عبدالخالق په نوم يو ځوان چې ناوې ولسوالۍ ته د کرکت لوبې راغلى و، پژواک ته وويل: ((زه خوشاله يم چې په ولسوالۍ کې ملګري لرم او د لوبو لپاره ښه زمينه راته برابره ده.))

هغه وايي چې پخوا مارجې او نادعلي ولسواليو ته هم د مېلو لپاره ورتلل، خو اوس د نا امنيو له وېرې نه شي تللى.

د لښکرګاه ښار يو ځوان حشمت الله يو له هغو ځوانانو څخه دى، چې ناوې ولسوالۍ ته د مېلو لپاره ورغلى و، نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې هره جمعه له ګڼ شمېر ملګرو سره د مېلې لپاره ناوې ولسوالۍ ته سفر کوي.

هغه زياتوي چې دوى د سيند پر غاړه لامبي، کبان نيسي او نورې ساعت تېرۍ هم کوي.

د ناوې ولسوالۍ يوه کروند ګر حاجي بهلول پژواک ته وويل، څلور کاله وړاندې يې سړک د ولسوالۍ تر مرکز پورې جوړ شو، اوس ټول خلک دې ولسوالۍ ته د مېلو لپاره راځي.

د نوموړي په وينا، د دې لپاره چې د ښار د خلکو تګ راتګ يې سيمې ته نور هم ډېر شي، حکومت بايد دلته نورې اسانتياوې هم برابرې کړي.

حاجي بهلول وايي چې اوس هم دې مېلو سره د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو او کروندګرو اقتصاد ښه شوى دى.

د ناوې ولسوالۍ امنيه سمونوال احمدشاه سالم له پژواک سره په خبرو کې ډاډ ورکړ چې د خلکو د هر ډول تګ راتګ لپاره زمينه برابره ده او هر ځوان کولی شي دې ولسوالۍ ته سفر وکړي.

ناوه د مرکز لښکرګاه ښار په ۲۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري چې د هلمند پر سيند سربېره له شمالي لوري دوه د اوبو لوی کانالونه هم په کې بهيږي.

د هلمند د ځوانانو امر غلام غوث داوري بيا شکايت کوي چې د دغه ولايت د ځوانانو لپاره هېڅ کار نه دى شوى.

هغه پژواک ته وويل چې د بېکارۍ له امله ځوانان يا پر نشه يي توکو روږدي کېږي او يا هم د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځاى کېږي.

نوموړي له حکومته وغوښتل چې په دغه ولايت کې د ځوانانو لپاره کاري اسانتياوې برابرې کړي.

خو د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل چې همدا نن د پوهنې رياست د ګڼو بستونو لپاره له ١٩٢ ځوانانو څخه ازموينه واخيستل شوه.

هغه وايي چې دغه راز د کرنې رياست او يو شمېر نورو رياستونو او د ملي ځواکونو په ليکو کې ځوانان جذب شوي او ورته کاري اسانتياوې برابرې شوې دي.

نوموړي وويل چې د لښکرګاه، ناوې ولسوالۍ او نورو سيمو کې هم ځوانانو ته د لوبو، ساعت تېرې او مېلو لپاره اسانتياوې برابرې شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه