Language

کاپيسا کې د ٢٦٠ ميليونه ډالرو په لګښت د برېښنا بند جوړېږي

محمودراقي (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په کاپيسا ولايت کې د برېښنا يو لوى بند جوړېږي چې نږدې ولایتونو ته به هم ترې برېښنا ورکړل شي او سلګونو ځوانانو ته به په کې د کار زمينه برابره شي.

د کاپيسا د والي وياند قيس قادري د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوبو او برېښنا وزارت د تخنيکي او مسلکي ټېم  له خوا د نجراب ولسوالۍ په باغ درې سيمه کې يوه سروې ترسره شوې ده.

هغه زياته کړه چې د سروې له مخې په ياده سيمه کې به د ٢٦٠ ميليونه ډالرو په لګښت لوى بند جوړ شي چې د ٢٥٠ ميګاواټه برېښنا د تولید وړتیا به ولري.

قادري وايي چې له دغه بند څخه به د کاپيسا پر ټولو ولسواليو سربېره به پروان، پنجشېر او د کابل يو شمېر سيمو ته هم برېښنا ورکړل شي.

د والي وياند وويل چې اوسمهال يو افغاني شرکت د دغه بند جوړولو ته چمتو شوی او له سيمې يې ليدنه هم کړې ده.

د نوموړي په وينا، د دغه بند په جوړېدو سره به د پنجشېر، سالنګ او د غوربند د سيندونو اوبه هم مهار او د کاپيسا د يو شمېر دښتو او کرنيزو ځمکو په خړبولو سره به کرنيز سيستم هم فعال شي.

قيس قادري زياتوي: ((د سولانګ دښته چې څو زره جريبه ځمکه ده د دغه بند په جوړېدو سره به دلته کرنيزې ځمکې او باغونه هم جوړ شي د خلکو په اقتصاد کې به يو انقلاب رامنځته شي.))

هغه وويل چې لومړى به د دغه بند په جوړولو  کې د یاد ولايت سلګونو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي او تر جوړېدو وروسته به په سيمه کې کرنيز او صنعتي انقلاب رامنځته شي چې ورسره به ځوانانو ته د کار زمينې برابرې شي.

د کاپيسا د ولايتي شورا رييس حسين سنجني وايي چې دوى هم د دغه بند په جوړولو کې هلې ځلې کړې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي حکومت په هېواد کې بنسټيز کارونه پيل کړي او په ډېرو ولايتونو کې يې د برېښنا بندونه پرانيستي او يا يې کارونه پيل کړي دي.

سنجني وويل چې د حکومت يو له دغو پروژو څخه د کاپيسا د باغدرې بند دى، څو مياشتې په خپله د اوبو او برېښنا وزير راغلى و او د بند په اړه يې سلا مشورې کړې دي.

نوموړي هيله څرګنده کړه چې ډېر ژر به د دغه بند د جوړولو چارې پيل شي.

login or register a new account.