کلات (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د کابل- کندهار پر لويه لاره په ترافيکي پېښه کې لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر ډګروال غلام جيلاني فراهي د وږي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا څلور بجې د دغه ولايت د شهر صفا ولسوالۍ د جلدک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د ٣٠٣ موټر او ټېلر تر منځ ټکر شوى چې له امله يې دواړه موټرو اور اخيستى دى.
د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ٣٤ کسان مړه او ٢١ نور ټپیان شوي چې ١٦ ټپیان د کلات او پنځه نور د کندهار ملکي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
خو د زابل والي بسم الله افغانمل وايي چې په دې پېښه کې ٣٦ کسان مړه شوي او ٢٨ نور ژوبل دي.
فراهي وويل چې ٣٠٣ موټر د ميوند بس شرکت اړوند او له کندهاره کابل ته پر لاره و چې د لارې د خرابوالي او د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله د پېښې ښکار شوى دى.
د امنيت امر وايي چې د دې پېښې ٩٠ سلنه قربانيان سوځېدلي او د هويت تثبيت يې ګران دى، خو کېداى شي چې په کې ښځې او ماشومان هم وي.
ده زياته کړه چې د ډېرو ټپيانو وضعيت خراب دى او کېداى شي د يادې پېښې د تلفاتو شمېر زيات شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP