ژبه

په کندهار کې يو سوداګر له تښتولو وروسته وژل شوى

کندهار (پژواک، ٦ تله ٩٥): په کندهار ښار کې د رختونو يو سوداګر له تښتول کېدو وروسته وژل شوى او جسد يې د ښار د پنځمې حوزې اړوند د پيرو کلاچې په سيمه کې موندل شوى.

دغه سوداګر حاجي عيسى محمد نومېده او د کندهار ښار د رخت پلورونکو د ټولنې مشر هم و.

د دې پېښې په اړه تر دې مهاله امنيتي مسوولينو څه نه دي ويلي، خو د کورنۍ غړي يې وايي چې هغه د شنبې په ورځ تښتول شوى و او نن سه شنبه يې جسد وموندل شو.

د وژل شوي سوداګر وراره عصمت الله لايق چې په خپله هم په کندهار ښار کې د رخت پلورنځى لري، د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، اکا يې د تېرې شنبې په ورځ سهار وختي د لويې ويالې اړوند د نور روغتون په ساحه کې د تښتوونکو له خوا تښتول شوى و.

هغه زياته کړه: ((کاکا مې حاجي عيسى محمد په هرات بازار کې د ټوکرانو پلورنځى درلود او د ټوکرانو پلورونکو د ټولنې مشر هم و، د هغه عادت و چې سهار وختي به خپل دوکان ته پلى ته، تېره شنبه هم د لويې ويالې په ساحه کې له خپل کور څخه دوکان ته پلى روان و چې د لارې په اوږدو کې نادرکه شوى و.))

لايق وايي، د هماغې ورځې تر غرمې يې د کاکا هېڅ درک نه لګېده، خو له غرمې وروسته تښتوونکو د هغه پر موبايل د دوى کورنۍ ته زنګ وهلى و او د هغه د خوشي کېدو په بدل کې يې د ٥٠٠ زره ډالرو غوښتنه کړې وه.

د ده په خبره، په دويمه ورځ (يکشنبې) بيا تښتوونکو د هغه کورنۍ ته زنګ وهلى و او د ١٥٠زره ډالرو غوښتنه يې کړې وه، خو دا چې هغوى دومره پيسې نه لرلې، بالاخره يې نن مړى وموندل شو.

دى وايي، تښتوونکو نن (سه شنبه) دوى ته زنګ وواهه او ورته ويې ويل چې مړى مو د کندهار ښار په پيرو کلاچه کې دى، له هغه ځايه يې واخلئ.

لايق د خپل کاکا پر وژلو خواشيني وښوده او له امنيتي مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې د هغه قاتلان دې پيدا او محاکمه کړي او د سوداګرو خونديتوب ته دې پاملرنه وکړي.

د ده په خبره، حاجي عيسى محمد له هيچا سره ستونزه نه لرله او يو عام تاجر و.

د يوه بل خبر له مخې، نن غرمه د کابل- کندهار پر لار د دامان ولسوالۍ په نجي کلي کې يو ٣٠٣ موټر له يوه مزدا موټر سره ټکر کړى دى.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل،  د ټکر په دې پېښه کې د ٣٠٣ موټر دوه ښځينه او يو نارينه سپرلۍ ټپيان شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع