ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ تونل او شاوخوا کورونو ته برېښنا ورکول کېږي

د سالنګ تونل او شاوخوا کورونو ته برېښنا ورکول کېږي

author avatar
3 Oct 2016 - 16:50
د سالنګ تونل او شاوخوا کورونو ته برېښنا ورکول کېږي
author avatar
3 Oct 2016 - 16:50

کابل(پژواک، ۱۲ تله ۹۵): د امريکا په څه باندې شل ميليون ډالره مرستې، د سالنګ تونل او شاوخوا کورونو لپاره ۲۲۰ کيلو ولټ امپير وړتيا لرونکى برېښنا کوټ او ۲۰ کيلو ولټه شبکه جوړيږي.

د دې پروژې تړون نن کابل کې د افغانستان د برېښنا شرکت او د "اسلول او عمران هولډنګ ګروپ " د دوو ګډو نړيوالو کمپنيو تر منځ لاسليک شو.

 د سالنګ تونل چې ٢٧٠٠ متره اوږدوالى لري، د افغانستان پلازمېنه د پروان ولايت له لارې له شمالي ولايتونو سره نښلوي.

د افغانستان د بر‌ېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د سالنګ لپاره په جوړېدونکي برېښنا کوټ کې به دوه ترانسفارمرونه چې د هر يوه ظرفيت به دوه مېګاواټه وي، ولګول شي.

د افغانستان برېښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري د تړون د لاسليک په مراسمو کې وويل:"دغه تړون ډېر ارزښتمند دى چې د سالنګ په ګډون د هغه تر څنګ کورونه به هم روښانه او د سالنګيانو ستونزې به هوارې کړي."

د هغه په وينا، ياد برېښناکوټ به د دوو نيموکلونو په موده کې تکميل شي او لګښت يې چې څه باندې شل ميليونه او پنځه سوه زره امريکايي ډالر کېږي، د امريکا متحده ايالتونو نړيواله پراختيايي اداره (USAID) ورکوي.

د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي چې دا مهال د سالنګ تونل ته څېرمه کورونه نشته خو که هلته کورونه او هوټلونه جوړ شي نو برېښنا به ورکړل شي.

د فوايد عامې وزارت د حفظ او مراقبت مرستيال عبدالرحمن صالحي د دې پروژې پر پيل خوښي وښوده او ويې ويل چې تر اوسه د سالنګ تونل د روښانه کولو او حفظ او مراقبت لپاره له ډيزلي برېښنا کار اخيستل کېږي او د ياد وزارت د حفظ او مراقبت اړوند ۳۰ سلنه پراختيايي بوديجه پر دې برخه لګول کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.