منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سالنګ تونل او شاوخوا کورونو ته برېښنا ورکول کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

کابل(پژواک، ۱۲ تله ۹۵): د امريکا په څه باندې شل ميليون ډالره مرستې، د سالنګ تونل او شاوخوا کورونو لپاره ۲۲۰ کيلو ولټ امپير وړتيا لرونکى برېښنا کوټ او ۲۰ کيلو ولټه شبکه جوړيږي.

د دې پروژې تړون نن کابل کې د افغانستان د برېښنا شرکت او د "اسلول او عمران هولډنګ ګروپ " د دوو ګډو نړيوالو کمپنيو تر منځ لاسليک شو.

 د سالنګ تونل چې ٢٧٠٠ متره اوږدوالى لري، د افغانستان پلازمېنه د پروان ولايت له لارې له شمالي ولايتونو سره نښلوي.

د افغانستان د بر‌ېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د سالنګ لپاره په جوړېدونکي برېښنا کوټ کې به دوه ترانسفارمرونه چې د هر يوه ظرفيت به دوه مېګاواټه وي، ولګول شي.

د افغانستان برېښنا شرکت مشر قدرت الله دلاوري د تړون د لاسليک په مراسمو کې وويل:"دغه تړون ډېر ارزښتمند دى چې د سالنګ په ګډون د هغه تر څنګ کورونه به هم روښانه او د سالنګيانو ستونزې به هوارې کړي."

د هغه په وينا، ياد برېښناکوټ به د دوو نيموکلونو په موده کې تکميل شي او لګښت يې چې څه باندې شل ميليونه او پنځه سوه زره امريکايي ډالر کېږي، د امريکا متحده ايالتونو نړيواله پراختيايي اداره (USAID) ورکوي.

د برېښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي چې دا مهال د سالنګ تونل ته څېرمه کورونه نشته خو که هلته کورونه او هوټلونه جوړ شي نو برېښنا به ورکړل شي.

د فوايد عامې وزارت د حفظ او مراقبت مرستيال عبدالرحمن صالحي د دې پروژې پر پيل خوښي وښوده او ويې ويل چې تر اوسه د سالنګ تونل د روښانه کولو او حفظ او مراقبت لپاره له ډيزلي برېښنا کار اخيستل کېږي او د ياد وزارت د حفظ او مراقبت اړوند ۳۰ سلنه پراختيايي بوديجه پر دې برخه لګول کېږي.

هغه زياته کړه، د سالنګ تونل د روښانه کولو او هوا چلېدنې سيستم قوي برېښنا ته اړتيا لري چې د ياد برېښناکوټ په جوړېدو سره به د دغه وزارت ډېره بوديجه وسپمول شي.

د عمران هولډنګ ګروپ کمپنۍ مشر احمد صالحي ژمنه وکړه چې د دې پروژې چارې به په لوړ کيفيت په ټاکلي وخت کې بشپړي کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه