کلات (پژواک، ١٧ تله ٩٥): په زابل ولايت کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د بريدګر په ګډون پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د زابل د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي د تلې په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه نيمه بجه په کلات ښار کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې خپله ځانمرګى او يو ملکي وګړی وژل شوي او درې نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال هم د پېښې د تاييد تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې ځانمرګی په يوه دوکان کې ناست و چې ناڅاپه یې په واسکټ کې چاودېدونکو توکو چاودنه کړې ده.
دى وايي چې تر پېښې وروسته پوليسو ياد دوکان پلټلى او ترې يې يوه تومانچه او مرمۍ ترلاسه کړي دي.
د سيال په وينا، د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د هغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP