Language

چارواکي: لښکرګاه کې مو وسله وال طالبان په شاه تمبولي

لښکرګاه(پژواک،۲۲تله ۹۵):د هلمندامنيتي مسوولين وايي چې په مرکز لښکرګاه کې يې وسله وال طالبان په شاه تمبولي، خو طالبان بيا وايي چې لښکرګاه ښار يې کلابند کړى دى.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د تلې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان امنيتي ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د لښکرګاه ښار په بېلابيلو سيمو کې پر وسله والو طالبانو بريدونه کړي دي.

هغه وويل چې په دې بريدونو کې ٣٦ طالبان وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.

ځاځي وايي چې امنيتي ځواکونو له مرکز لښکرګاه څخه وسله وال طالبان په شاه تمبولي او امنيتي وضعيت د ښه کېدو په حال کې دى.

ده وويل چې د افغان امنيتي ځواکونو عمليات اوس هم د بولان، بشران او دويمې حوزې په مربوطاتو کې روان دي.

د هغه په وينا، وسله وال طالبان هېڅ مهال هم نه شي کولى د لښکرګاه ښار ته ننوځي، ځکه اوس مهال د لوړپوړو چارواکو په ګډون ټول ځواکونه په عملياتو بوخت دي.

د هلمند د والي وياند عمرځواک هم پژواک ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو وسله وال طالبان په شاه تمبولي دي.

هغه وايي چې لښکرګاه ته تازه دمي کومانډو ځواکونه رسېدلي او په عملياتو کې يې برخه اخيستې ده.

ده وويل: ((په لښکرګاه کې له نورو ځواکونو سربېره، کومانډو او ضربتي قوتونه هم شته او د نږدې سيمو د امنيت د ټينګښت مسووليت ورسپال شوى دى.))

د ځواک په وينا، په تېرو څو ورځو کې وسله وال طالبان ډير ځپل شوي او نور د جګړې توان نه لري.

د لښکرګاه ښار د درېيمې حوزې امر څارمن عبدالواسع پژواک ته وويل چې دا مهال که څه هم جګړه په شدت نه ده روانه ، خو د احمد ولي کرزي په څلور لارې کې خال خال ډزې اورېدل کيږي.

دغه راز د بولان سيمې اوسېدونکي محمدخان پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو تېره شپه طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.