کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د امریکا او بحرین له لوري د هرمز تنګي په اړه د وړاندیز شوي پرېکړهلیک پر مسودې نیوکه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو لپاره د چین استازي فو کونګ پرون (جمعه) ویلي چې د دې مسودې محتوا او وخت مناسب نه دي او تصویب یې کومه ګټه نه لري.
هغه زیاته کړې: «موږ فکر نه کوو چې د دې مسودې محتوا مناسبه وي او وخت یې هم مناسب نه دی.»
نوموړي ویلي: «هغه څه چې موږ ته اړتیا ده دا ده چې دواړه لوري وهڅول شي څو په جدي ډول او ښه نیت خبرې اترې وکړي چې ستونزه حل کړي؛ نو ځکه موږ فکر نه کوو چې د دغه پرېکړهلیک تصویب په دغه پړاو کې ګټور وي.»
په راپور کې راغلي چې په دې مسوده کې له ایرانه غوښتل شوي چې په هرمز تنګي کې بریدونه او د ماینونو ځای پر ځای کول ودروي، خو ډیپلوماټان وايي که دغه پرېکړهلیک رایې ته وړاندې شي، ښايي روسیه او چین یې ویټو کړي.
امریکا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې او چین تېره میاشت دې ورته یو پرېکړهلیک هم ویټو کړی و.