Language

د هلمند امنیتي چارواکي د لسګونو وسله والو د وژلو ادعا کوي

لښکرګاه (پژواک، ۶ لړم ۹۵): په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي چې د هوايي بريدونو په ترڅ کې ٤٠ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

دغه څرګندونې په هلمند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو قوماندان بريد جنرال ولي محمد احمدزي د لړم په ٦مه د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وکړې.

هغه وويل چې تېره شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د مرکز لښکرګاه په دويمه حوزه کې د وسله والو طالبانو پټنځايونه په نښه کې کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٤٠ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور يې ټپيان دي.

هغه زياته کړه چې په وژل شوو کې د ملا مبارز، ملا ساقب، حاجي ملا عبدالولي او ملا ذوالفقار په نومونو د طالبانو قوماندانان هم شامل دي.

د احمدزي په وينا، په دغو بريدونو کې د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په سنګين ولسوالۍ کې څلور طالبان، د هلمند- کندهار پر لويه لار درې طالبان او په نهر سراج ولسوالۍ کې يو پاکستانی انجنير چې د ماينونو جوړولو په برخه کې يې طالبانو ته روزنه ورکوله هم وژل شوي دي.

هغه دا هم وويل چې په بولان سيمه کې هم عمليات پيل شوي او څه موده وروسته به کډه شوو کورنيو ته د بېرته تلو اجازه ورکړل شي.

دغه راز په دې ناسته کې د ٥٠٥ بست زون قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انګار وويل چې په لښکرګاه ښار کې د پوليسو د کمښت ستونزه مخ پر حل کېدو ده.

انګار وويل چې د سيمې خلکو هم له دوى سره د امنيت په ټينګښت همکاري کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي خو د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې د هلمند په بېلابېلو سيمو کې طالبانو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د يادونې ده، هلمند د افغانستان تر ټولو نا امن ولايت دى چې دا مهال يې د شپږو په شاوخوا کې ولسوالۍ له طالبانو سره دي او د يو شمېر نورو ولسواليو يواځې ودانۍ د امنيتي ځواکونو په لاس کې دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.