لښکرګاه (پژواک، ۹ لړم ۹۵): د هلمند والي وايي که څه هم اوس د مرکز لښکرګاه د امنيت پر ټينګښت بوخت دي خو په ژمي کې به د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره ګټور پلانونه پلي کړي.
دغه څرګندونې د هلمند والي حيات الله حيات د لړم په ٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال په مرکز لښکرګاه کې وکړې.
هغه وويل چې د لښکرګاه د امنيت د ټينګښت په موخه ١٥ سوه تازه دمي سرتيري دغه ښار ته رسېدلي دي.
هغه وویل: ((موږ د اوس لپآره یواځې د ښار د امنیت پر ټینګښت بوخت یو، جوړ شوي پلانونه ښه پر مخ تللي دي، مخالفین له تعرضي حالات څخه دفاعي حالت ته ګرځېدلي او کمزوري شوي دي.))
حيات دا هم وويل چې ډېر ژر به د يو شمېر ولسواليو امنيتي حالات هم بيرته د پخوا په څطر سم شي.
والي زياته کړه چې د مرکز لښکرګاه په بېلابېلو سيمو کې عمليات پيل شوي چې له امله یې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٤ وسله وال مخالفين وژل شوي او وسلې او تجهيزات يې له منځه تللي دي.
د حيات په وينا، وسله والو طالبانو په ځینو لارو او کوڅو کې ماينونه خښ کړي چې له مخې یې دوى په چټکۍ سره عمليات نه شي کولاى.
حيات وايي چې د روانې اونې تر پايه به د بولان سيمه له ماينونو پاکه شي او کډه شوو کورنيو ته به بېرته د تلو اجازه ورکړل شي.
هغه زياته کړه چې بهرني ځواکونه د هوايي عملياتو په برخه کې له افغان ځواکونو سره مرسته کوي خو که اړتيا پيدا شي په نورو برخو کې هم مرسته کوي.
ده وويل چې د هلمند په ګاونډيو ولايتونو کې د جګړې دوام په هلمند کې هم جګړه اوږده کړې ده.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د ګرمسېر ولسوالۍ په بيرتاکه سيمه کې د امريکايي ځواکونو پر پوځي موټر د ماين چاودنه شوې ده.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې چاودنه کې ٩ امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
login or register a new account.