لښکرګاه(پژواک،۱۱لړم۹۵):په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي چې اوسمهال امنيتي حالات ښه شوي، خو روانو جګړو په دغه ولايت کې د پرمختيايي کارونو مخه ډب کړې ده.
د هلمند د جګړې د مهارکولو اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان د لړم په١١مه په لښکرګاه ښار کې د يوې خبرې غونډې پر مهال وويل چې په تېر يوکال کې په هلمند کې ډيرې جګړې شوې دي.
هغه وايي چې په دې موده کې د هلمند له شمالي ولسواليو څخه جګړه تر مرکز لښکرګاه پورې را ورسېده.
قهرمان وايي چې اوسمهال په مرکز لښکرګاه کې امنيت ښه دى، خو زياتوي چې همدې اوږدې جګړې په دغه ولايت کې د پرمختيايي کارونو مخه ډب کړې او تېرې لاسته راوړنې يې هم له منځه وړې دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د همدې جګړو له امله ګڼ شمېر ښوونځي او روغتونونه تړل شوي او يو شمېر دولتي تاسيسات، پلونه او نورې پروژې هم له منځه تللې دي چې بېرته جوړول يې لوړ لګښت ته اړتيا لري.
خو قهرمان وايي چې په دې وروستيو کې وسله وال مخالفين له تعرضي حالت څخه دفاعي حالت ته ګرځېدلي دي.
نوموړي په وسله والو طالبانو تور پورې کړ چې په ځينو سيمو کې پر خلکو ظلم کوي او له هغوى څخه په زوره پيسې اخلي.
هغه په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.
خو د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم خان اتل وويل چې تر اوسه په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو عملياتو مثبته پايله نه درلوده.
هغه وويل: ((خلک د راتلوونکي په اړه وېره لري او مطمين هم نه دي چې حالات به سم شي.))
اتل وايي چې په روانو جګړو کې يو شمېر خلکو خپل کورونه له لاسه ورکړي او مالونه يې لوټل شوي دي.
دغه راز په ياده غونډه کې د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وويل چې په تېر يو کال کې وسله والو طالبانو ډيرې سيمې نيولې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP