Language

د کاپیسا زندان ته نوې ودانۍ جوړه شوه

محمودراقي (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٥): د يو ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت د کاپيسا لپاره د زندان نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د اول کوهستان ولسوال عبدالفتاح شفيق د ليندۍ په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ودانۍ د يو نيم کال په موده کې په پاخه او عصري  بڼه جوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د کاپيسا زندان د نساجي فابريکې په پخوانيو خونو کې جوړ شوى و چې د کورنيو چارو وزارت له خوا يې کرايه ورکول کېده.

ولسوال وايي چې پخوانۍ ودانۍ کې ستونزې ډېرې وې ، د ژمي او اوړي پر مهال به زندانيان له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

شفيق وويل چې نوې و دانۍ  د کوهستان ولسوالۍ په ختيځه  څنډه مې جوړه شوې چې   يو ميليون ډالر لګښت پرې راغلی دی او يو بلاک يې د ښځو او ماشومانو لپاره جلا دى.

د دويم کوهستان ولسوالۍ يو اوسېدونکى شفيق وايي چې ورور يې يو نيم کال راهيسې زنداني دى، خو د زندانۍ زړه ودانۍ کې ستونزې ډېرې وې.

د هغه په وينا، ډېرى مهال د باران پر مهال د زندان خونې څڅېدلې  او بنديانو ته يې  ستونزې جوړولې.

نوموړى وايي، که چېرې بنديان نوې ودانۍ ته ولېږدول شي، نو له ډېرو ستونزو به خلاص شي.

د يادونې ده، اوسمهال  د کاپيسا په زندان کې ۳۱۳ زندانيان شته دي چې ۱۷ تنه يې مېرمنې دي .

login or register a new account.