مزارشريف (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٥): ولسمشر اشرف غني په شمال کې د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ ستاينه وکړه، خو په ډاګه يې کړه چې په دغه زون کې بايد د امنيتي ځواکونو پر مديريتي چارو دې بيا کتنه شي.
ولسمشر اشرف غني چې له ترکمنستان څخه پرون نېغ په نېغه د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار ته رسېدلى و، نن د ليندۍ په ٩مه د شمال شاهين قول اردو کې يې په يوې امنيتي غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
په دې غونډه کې د بلخ سرپرست والي عطاءمحمد نور او د شمال د ټولو امنيتي ارګانونو چارواکو او مسوولينو برخه اخيستې وه.
هغه دې امنيتي غونډې په خپله وينا کې په شمال زون کې د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ ستاينه وکړه، خو هغه پر مديريتي چارو د بيا کتنې غوښتنه وکړه.
ولسمشر غني وويل: ((افسر بايد افسر وي او سرتېرى لکه د سرتېري دنده ترسره کړي.))
نوموړي امنيتي ځواکونو سپارښتنه کړه چې له ژمي څخه په ګټې اخيستنې سره په شمالي ولايتونو کې له دفاعي حالته ووځي او يرغليز حالت خپل کړي.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه دې له را روان پسرلي څخه مخکې د شمال زون په ټولو سيمو کې مخالفين وځپي او امنيت دې تامين کړي.
اشرف غني وويل: ((بلخ د شمال زون د امن او ثبات مهمه نقطه ده او دا ثبات بايد وساتل شي.))
ولسمشر د بلخ د سرپرست والي عطاء محمد نور د تېرو لسو کلونو په هره برخه کې د کارونو او لاسته راوړنو ستاينه وکړه.
نوموړي په دې زون کې د امنيتي ځواکونو وارثانو ته د تعليم او سرپناه ورکولو ژمنه هم وکړه.
د بلخ سرپرست والي عطاء محمد نور په خپله وينا کې له ولسمشره ځيني غوښتنې وکړې او وې ويل چې منلو سره به د دوى يو شمېر ستونزې هوارې شي.
هغه په دغه ولايت کې د پوليسو د تجهيز او تشکيل د زياتوالي، د بلخ محبس ته د نوې عصري ودانۍ جوړولو، هوايي ډګر ته د احاطې دېوال جوړولو غوښتنې وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP