لښکرګاه(پژواک،۱۶ليندۍ۹۵): يوه پخوانۍ پيلوټه وايي چې د ژوند ډيره برخه يې د هېواد په خدمت کې تېره کړې، خو اوس له ګن شمېر اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
دغه پيلوټه شرميلا نوميږي چې پنځوس کاله عمر لري او شاوخوا ديرش کاله وړاندې يې په روسيه کې د پېلوټۍ په برخه کې زده کړې کړي او وروسته يې بيا د هېواد په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.
شرميلا د ليندۍ په١٦مه ، د هلمند والي حيات الله حيات ته ورغلې وه ترڅو مرسته ورسره وکړي.
هغې پژواک خبري اژانس ته وويل: (( کله چې مې وظيفه درلوده ښه قدر او عزت مې درلود، خو اوس چې ضعيفه شوې يم څوک مې په کيسه کې نه دي.))
د شرميلا د معلوماتو له مخې، د نجيب له حکومت وروسته له هېواده کډې کولو ته اړ شوه ، خو د حامد کرزي د حکومت پرمهال بېرته راستنه شوه او په کندهار ولايت کې استوګنه شوه.
د هغې په وينا، د طالبانو د رژيم تر پرځېدو وروسته يې دا او خاوند په بېلابېلو پېښو کې ټپيان شوي دي.
دې زياته کړه: (( خاوند مې په پښو نه شي ګرځېدلى او زما په پښو کې هم سيخان دي، نو فقر بيخي خيرات غوښتلو ته اړ کړي يو.))
د شرميلا په وينا، څوارلس کاله وړاندې يې زامن د پاکستان حکومت له لوري د جاسوسۍ په تور ونيول شول او درې مياشتې وړاندې اعدام کړاى شول.
دې وويل: (( ما جيټ او نورو جنګي الوتکو ته پروازونه ورکول، په تخنيک هم پوهيدم خو اوس مې څوک په غم کې نه دي.))
دغه پيلوټه وايي چې په کندهار کې کله نا کله د ناپېژانده کسانو له خوا ګواښل کيږي.
دې وویل، حکومت دې لومړی د دوی امنیت ټینګ او بیا دې د اقتصادي ستونزو په حل کې ورسره مرسته وکړي.
دغه راز د شرميلا خاوند ډګروال عبدالمالک وويل چې ده او ښځې يې خپل ټول عمر د هېواد په خدمت کې تېر کړى، خو اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP