ژبه

په زابل کې چاودنو پوليسو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

کلات (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٥):د زابل ولايت په دوو بېلا بېلو چاودنو کې اوو پوليسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د ليندۍ په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون تر غرمې وروسته د شينکۍ ولسوالۍ د بهوکلا په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه زرنج موټر سايکل چاودنه شوې وه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، چې ټپيان د پوليسو لخوا روغتون ته لېږدول شوي دي.

سيال دغه راز وويل چې په همدې وخت کې د يادې ولسوالۍ د ډب کوتل په سيمه کې د پوليسو پر يوه رېنجر هم چاودنه شوې وه.

د نوموړي په وينا، په دې چاودنه کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.

د والي وياند دغه راز وويل چې له پرون راهيسې امنيتي ځواکونو په شاه جوى ولسوالۍ کې  د وسله والو مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

سيال زياتوي چې په دې عملياتو کې يو طالپ وسله وال وژل شوى او د هغه يو ميل وسله هم پوليسو ترلاسه کړې ده.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

ورته موضوع