مزار شريف (پژواک، ٢٤ ليندۍ ٩٥): د کورنيو چارو وزارت وايي چې په بلخ ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې ٢١ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ددغه وزارت لخوا دليندۍ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا هوايي بمبار نن سهار وخته د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې په دې هوايي بريد کې ٢١ وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شېرجان درانى په چمتال ولسوالۍ کې عمليات تاييدوي او وايي چې له کابل څخه راغليو ځانګړو ځواکونو دا عمليات ترسره کړي دي.
نوموړي په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.
خو د چمتال ولسوال عبدالمتين خواجه زاده پژواک اژانس ته وويل چې د ولسوالۍ په مربوطاتو کې د افغان ځانګړو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه زياته کړه چې دا عمليات نن سهار وخته په څلورو بجو پيل شوي و او تر څو ساعتونو يې دوام درلود.
د ولسوال په وينا، ددې عملياتو پر مهال هوايي بمبار هم شوى، چې دده د معلوماتو له مخې په دې عملياتو کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
خواجه زاده وويل چې په دې عملياتو کې ملکي کسانو او دولتي ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP