Language

په بلخ کې لسګونه زره جريبه ځمکه غصب شوې

مزارشريف (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۵): د بلخ ولايت د مزارشريف ښاروال وايي چې د ښار په ماسټر پلان کې شامله سلګونه جريبه شنه ساحه زورواکو غصب کړې ده.

بلخوا ولايتي شورا ادعا کوي چې يوازې د ښار په ماسټر پلان کې شاملې برخې نه، بلکې د ښار شاوخوا سلګونه زره جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

د مزارشريف نوي ښاروال نصير احمد عيني پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د روانو څو لسيزو جګړو پر مهال د مزارشريف ښار په ماسټر پلان کې شامل ځينې دولتي ملکيتونه غصب شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د ښاروالۍ په پخواني ماسټر پلان د حلقوي کمربند په اوږدو کې ۹۰۰ جريبه ځمکه  غصب او په خپل سر وېشل شوې ده.

هغه وايي چې دغه غصب زورواکو د کورنيو جګړو پر مهال چې د سيمه ييز حکومت اړيکې له مرکز سره نه وې، کړی دی.

ښاروال وويل چې د ياد غصب له امله د ښاروالۍ د پارک جوړونې چارې ټکنۍ شوې دي.

خو نوموړي ټينګار وکړ چې په دې وروستيو کې د يادو ځمکو د بېرته تر لاسه کېدو لپاره جدي هڅې پيل شوې دي.

خو د ولايتي شورا وکيلان بيا وايي چې يوازې د ښاروالۍ په ماسټر پلان کې شاملې برخې نه دي غصب شوي.

د ولايتي شورا وکيل شجاع الدين شجاع پژواک ته وويل چې د مزارشريف ښار شاوخوا لسګونه زره جريبه شخصي او دولتي ځمکې غصب شوې دي.

نوموړي زياته کړه ، سيمه ييز حکومت دنده لري چې د يادو ځمکو د بېرته تر لاسه کېدو لپاره جدي کار وکړي.

د بلخ ولايت اوسېدونکي هم په دغه ولايت کې د دولتي او شخصي ځمکو د غصب په تړاو د بلخ اداره  ملامتوي.

د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي جمال پژواک ته وويل چې له کلونو کلونو راهيسې د البرز غرونو لمنو کې د څارويو زرګونه جريبه You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.