مزارشريف (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٥): د بلخ ولايت په شولګر ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله يوه ځوانه ښځه وژل شوې ده.
د شولګر ولسوالۍ امنيه قوماندان سيدعارف د سلواغې په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن تر غرمې وروسته د ولسوالۍ مرکز ته نږدې په يوه کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د ياد کلي يو تن اوسېدونکي يوه ځوانه ٢٠ کلنه ښځه پر ډزو سره وژلې او په خپله تښتېدلى دى.
امنيه قوماندان وايي چې پوليسو د بريدګر د نيولو لپاره هڅې پيل کړې دي.
په شولګر کې د روغتون يو تن کارکوونکي ډاکټر غلام رسول پژواک اژانس ته وويل چې يادې مېرمن له بريد سره سم ساه ورکړې او جسد يې دوى ته راوړل شوى و.
د نوموړي په وينا، دوى د وژل شوې مېرمنې جسد د مزار شريف ښار مرکزي روغتون ته لېږدولى دى.
پرون هم په دې ولايت کې يوه تن له خپلې ښځې څخه دواړه غوږونه پرې کړې و .
د يادونې ده، چې په دې ولايت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.
د بلخ د استېناف څارنوالۍ د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې مسوولې مېرمن فوزيې حميدې تېره مياشت ويلي و چې د تېر کال په پرتله د ښځو د وهلو ټکولو، جنسي تېريو او ناموسي وژنو په برخه کې د تاوتريخوالي کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.
نوموړې زياته کړې وه چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي دغه سلنه يوازې تر کليو پورې نه بلکې د مزارشريف ښار تر دولتي او غير دولتي دفترونو او پوهنتونونو پورې هم رسېدلې ده.
هغې ويلي و چې ډېری وخت دوی د وسله والو زورواکو لخوا د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د پېښو د څېړلو په برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي.
login or register a new account.