ژبه

د خوست او پکتیا چارواکو د نا امنیو او شخړو په مخنیوي کې پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ

ګردېز (پژواک، ١٤ سلواغه ٩٥): د پکتيا او خوست چارواکو د امنيت د ټينګښت او قومي شخړو  د حل په برخو کې پر ګډې همکارۍ ټينګار وکړ.

د خوست والي حکم خان حبيبي د سلواغې په ١٤مه پکتيا ته په سفر کې د پکتيا له والي او نورو مسوولينو سره وکتل او پر بېلابېلو ګډو موضوعاتو يې خبرې وکړې.

د دواړو ولايتونو د امنيتي او دفاعي مسوولينو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او ځينو رييسانو په ګډه غونډه کې د لازمې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو او پياوړي کولو په اړه خبرې او مشورې وکړې.

د خوست والي حکم خان حبيبي په دواړو ولايتونو کې د قومونو تر منځ شخړو په هوارولو ټينګار وکړ او ويې چې له دې سره به په ياده سيمه کې امنيت او ثبات ډاډمن او له دولت سره د خلکو همکاري به زياته شي.

حبيبي د دواړو ولايتونو پر لويه لار له سوداګرو د پيسو اخيستلو، د يادې لويې لارې په اوږدو کې د ناقانونه وسله والو او غلو له خوا د مسافرو ځورول او لوټل اندېښمنوونکې او جدي مسئله وبلله او د حل لپاره يې د دواړو ولايتونو د امنيتي مسوولينو له خوا د همکاري غوښتنه وکړه.

نوموړي وويل: ((پکتيا او خوست نږدې او ګاونډي ولايتونه دي، ګډې ګټې او موخې لري، ډېره مهمه موضوع زموږ د پولو خوندي کول او له دې لارې د وسله والو د تګ راتک او نا امنيو مخنيوی دی چې انشاالله د نورو مسايلو د تعقيب تر څنګ به په ګډه خپلې پولې او سرحدي سيمې خوندي کوو.))

دغه راز د پکتيا والي زلمي ويسا هم د دواړو ولايتونو د لويې او سوداګريزې لارې خونديتوب مهم وباله او ټينګار يې وکړ چې په دې برخه کې به له خپله اړخه لازم اقدامات کوي.

ويسا د وسله والو مخالفينو، قاچاقبرانو او وسله والو غلو پر وړاندې پر ګډه مبارزه او په دې برخه کې د دواړو ولايتونو د مسوولينو تر منځ پر لازمه همغږي ټينګار وکړ او په دې اړه يې اړوندو مسوولينو ته سپارښتنه وکړه.

نوموړي هم له ګاونډي پاکستان سره د پولې کنټرول اړينه چاره ياده کړه او ويې ويل چې وسله وال له دې لارې را اوړي او په دغو ولايتونو کې نا امنۍ رامنځته کوي.

دی وايي: ((که موږ ګډ کار وکړو، ډېرې ستونزې به په اسانۍ حل شي. موږ د مرکز په توګه د زون له ولايتونو سره په ګډه کار کوو او بايد مسايل په ګډه حل و فصل کړو، د پولې او سرحدي سيمو امنيت او د بهرني خطر مخنيوی، د قومونو تر منځ اتحاد، د لويو لارو امنيت، تجارت ته اسانتياوې او په نورو مهمو خبرو به خبرې، مشورې او ګډ کار کوو.))

تر دې وړاندې د لوګر والي حليم فدايي هم پکتيا ته په سفر کې د پکتيا له والي سره د ګډو مسايلو او ستونزو پر حل خبرې کړې وې.

د پکتيا والي د زون، په تېره د ګاونډيو ولايتونو تر منځ په مهمو ګډو مسايلو په خبرو او مشترک کار ټينګار کړی او ويلي يې دي، چې د دې لپاره به د پکتيکا له والي سره هم خبرې وکړي.

login or register a new account.