کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۵): په کابل کې څو نجونې چې په خپل نوښت یې انلاین پلټفارم جوړ کړی او ښځینه مشتریانو ته د بس ټکټونو رسولو برخه کې کار کوي، وایي چې د شرعي حجاب په رعایت سره خپل کار په اسانه توګه ترسره کوي.
دغه نجونې چې شمېر یې څلورو ته رسېږي، په «قاصد» نومي انلاین پلټفارم کې چې د دوی په خپل نوښت جوړ شوی، په کار بوختې دي.
د هغوی په خبره، «قاصد» په هېواد کې یو لوژستیکي او پُستي اپلېکېشن دی چې یو کال مخکې د څلورو نجونو او څلورو هلکانو له لوري جوړ شوی دی. د دغه اپلېکېشن له لارې د بسونو ټکټونه ښځینه مشتریانو ته په انلاین ډول تر کورونو رسېږي.
د «قاصد» ټیم یوې غړې تمنا محمدي چې تور حجاب یې اغوستی و او موټرسایکل یې چمتو کاوه څو د کابل دشتبرچي سیمه کې یوې مشتري ته ټکټ ورسوي، پژواک ته وویل چې مشتریانو ته د ټکټونو رسول د دې مسوولیت دی.
هغې وویل، نږدې سیمو لکه کوټهسنګي، هوایي پل او پل سرخ ته هره ورځ درې تر څلورو ټکټونه خپلو ښځینه مشتریانو ته رسوي.
نوموړې زیاته کړه چې نارینه مشتریانو ته د ټکټونو رسولو چارې د نارینهوو له لوري ترسره کېږي.
تمنا چې ویل یې د شرعي حجاب په رعایت سره دغه کار په اسانه ترسره کوي، زیاته کړه: «د ډېرو هېوادوالو له مثبت غبرګون سره مخ کېږم، ډېر خلک زما له کاره هرکلی کوي او ما هڅوي.»
هغې وویل: «هیله لرو په راتلونکي کې د ټکټونو د پلور ټول بهیر ډیجیټلي کړو.»
له بلې خوا، د دغه پلټفارم د ښځو برخې مسوولې صدف افغان وویل، «قاصد» یو انلاین پلټفارم دی چې ويبپاڼه او موبایل اپلېکېشن لري او یو کال مخکې د بس ټکټونو د انلاین ریزرف لپاره جوړ شوی دی.
هغې زیاته کړه: «د دغه پلټفارم موخه او لیدلوری د سفر اسانه کول او په هېواد کې د سیسټم د ډیجیټلي کېدو پر لور حرکت دی؛ څو هېوادوال د ټکټ اخیستو لپاره ترمینلونو ته له تګ، د وخت له ضایع کېدو او د ټکسي د اضافي کرایې له ورکولو خلاص شي.»
هغې همداراز وویل چې اوس مهال د «قاصد» ټیم له اتو کسانو جوړ دی چې څلور یې ښځې او څلور نور نارینه دي او د دوی کاري چاپېریال له یو بله بشپړ جلا دی.
صدف وویل، په دغه پلټفارم کې بوختې ښځې د شرعي حجاب په رعایت سره خپل کار ترسره کوي.
هغې د راتلونکو پلانونو په اړه وویل چې هڅه کوي خپل خدمات ټولو ولایتونو ته وغځوي او د ډېرو نجونو لپاره د کار زمینه برابره کړي.