ګردېز(پژواک،٢٠سلواغه٩٥):د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د ځانمرګي بريد له امله دوه ملکي کسان وژل شوي او يو بل ټپي دى.
د پکتيا د امنيې قوماندان مل پاسوال قادر ګل ځډران د سلواغې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه په ډنډپټان ولسوالۍ کې ځانمرګى بريد وشو.
هغه وايي: (( بريد کوونکي غوښتل چې ولسوالۍ ته ننوځي، خو پوليسو پېژندلى او د درېدو غږ يې ورته کړى، خو هغه ځانته چاودنه ورکړې ده.))
دى وايي چې په دې چاودنه کې ځانمرګى بريد کوونکى او دوه ملکي کسان وژل شوي او د ولسوال يو ساتونکى ټپي دى.
د ډنډپټان اوسېدونکي عبدالله مسکين پژواک ته وويل چې ولسوالۍ ته څېرمه ځانمرګى بريد شوى دى.
هغه وايي: (( موږ د غرمې ډوډۍ خوړله چې د يوې درنې چاودنې غږ شو، بيا وروسته خبر شولو چې ځانمرګى بريد و.))
هغه د ياد بريد د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.
د دې بريد مسوولت تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخيستى.
ډنډپټان د پکتيا د لرو پرتو او سرحدي ولسواليو له ډلې څخه ده چې کله نا کله په کې د افغان امنيتې ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې هم کيږي.
login or register a new account.